Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ

ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/13

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر( اوچا) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره د نړیوالو مرستو کمښت اوسنۍ کچه د اندښنې وړ ده.

افغانستان کې د اوچا ویاندې، اولګا چریوکو ویلي، هغه افغانان چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې لیدلي، تر ډېره یې ورته ویلي چې له بېوزلۍ، لوږې، پرله‌پسې طبیعي افتونو، زیاتېدونکو پورونو او د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو له ورځني فشار څخه ستړي شوي دي.

چریوکو چې د بامیان، هرات، پکتیا، خوست او په وروستیو کې د نورستان له سېلاب‌ځپلو سیمو لیدنه کړې وايي، افغانستان له څو پرله‌پسې او یو پر بل اغېزلرونکو بحرانونو سره مخ دی.

د اوچا د ویاندې زیاته کړې: « د خواړو نا خوندیتوب، طبیعي پېښې، بې‌ځایه کېدل او د بشري مرستو کمښت د دې هېواد بشري وضعیت لا سخت کړی. تېره اوونۍ په نورستان کې سختو ناڅاپي سېلابونو ګڼو کورنیو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي، کورونه او بنسټیز تاسیسات یې ویجاړ کړي او د خلکو د عاید سرچینې یې له منځه وړي دي. مرستندویه ادارو په چټکۍ سره د خواړو، اوبو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو، خوندیتوب او رواني ملاتړ هڅې پیل کړې، خو ډېری سېلاب‌ځپلې کورنۍ له دې وړاندې هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ وې.»

د ۲۰۲۶ کال لپاره د افغانستان د بشري اړتیاوو غبرګون په پلان کې د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو غوښتنه شوې وه، ترڅو په هغو سیمو کې له ۱۷.۵ میلیونه اړو  کسانو سره مرسته وشي چې له سختو او ژوند ګواښوونکو شرایطو سره مخ دي.

خو اوچا وايي، تر اوسه د غوښتل شوې مرستې یوازې ۲۶ سلنه بودجه برابره شوې ده.

د اوچا ویاندې خبرداری ورکړی چې دا وضعیت «خورا د اندېښنې وړ» دی، ځکه چې د خوارځواکۍ په ګډون د بحران ګڼ شاخصونه د خرابېدو په حال کې دي.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام(ډبلیو‌اېف‌پي)  وايي، په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د بېړنیو خواړو او تغذیې پروګرامونو لپاره ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې تر دې دمه یې په بشپړ ډول نه دي ترلاسه کړي او لاهم د خواړو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره،۵۰۰ میلیون ډالره کم دي.

راپور وايي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۶ میلیونه افغانان له پاکستان، ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري ډول ایستل شوي یا بېرته را ستانه شوي دي.

د دغو راستنېدونکو زیاتوالي د افغانستان پر کمزوري اقتصاد لا نور فشار راوستی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ(یواېن‌اېچ‌سي‌آر) د اټکل له مخې، په سیمه کې نږدې ۳.۱ میلیونه افغان کډوال نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري.

کمېشنرۍ  په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د وضعیت لپاره له ۴۵۰ میلیونو ډالرو څخه د لږ څه زیاتې مرستې غوښتنه کړې، خو د دې ادارې د غوښتنې بودیجه هم تر اوسه په بشپړه توګه نه ده برابره شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر دا هم ویلي چې یوازې بشري مرستې ستونزې نه شي هوارولی بلکې اړتیا ده چې پر ځینو منځمهاله او اوږدمهاله حل لارو هم کار وشي.

د دې دفتر ویاند اولګا چریوکو په دې اړه ویلي: « یوازې بشري مرستې د افغانستان ستونزې نه شي حلولی.  د بېړنیو مرستو ترڅنګ، پر منځمهاله او اوږدمهاله حل‌لارو باید کار وشي، داسې چې د کاري فرصتونو، زده‌کړو او د بېوزلۍ د کمولو پر بنسټ ولاړې وي. افغانانو د کلونو اوږدو ستونزو پر وړاندې «له فوق‌العاده مقاومت» څخه کار اخستی، خو مقاومت باید هېڅکله د فرصتونو ځای ونه نیسي او نه هم باید نړیواله ټولنه د دې لپاره د افغانانو مقاومت د یوه دلیل په توګه وکاروي چې هغوی د نامعلومې مودې لپاره له ملاتړ پرته د ستونزو زغملو ته پرېږدي.»

د اوچا له خوا دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی چې د دې دفتر د تغذیې شریکې ادارې ویلي، په روان کال کې د افغانستان په شاوخوا درې پر څلور برخه سیمو کې د ماشومانو خوارځواکي زیاته شوې.

د خواړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، نږدې ۱۴ میلیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخ دي،

خو د بودیجې د کمښت له امله، یوازې له هرو ۹ اړمنو کسانو یوه ته د نړیوال خواراکي پروګرام مرستې رسېږي.

د اټکلونو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه میندواره او شیدې ورکوونکې ښځې له خوارځواکۍ سره مخ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
افغانستان

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

اگست 13, 2026
واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې
افغانستان

واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

اگست 13, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته
افغانستان

مجاهد: امریکا لاهم د ګاونډیو هېوادونو له خاورې د افغانستان هوايي حریم نقضوي

اگست 13, 2026
کرنې نړیوال نندارتون کې د افغانستان جوړ اویا ډوله کرنیز ماشینونه نندارې ته اېښودل شوي
افغانستان

کرنې نړیوال نندارتون کې د افغانستان جوړ اویا ډوله کرنیز ماشینونه نندارې ته اېښودل شوي

اگست 13, 2026
مجاهد: پاکستان سره شته اختلافونه لا پر خپل ځای دي
افغانستان

مجاهد: پاکستان سره شته اختلافونه لا پر خپل ځای دي

اگست 13, 2026
زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو
افغانستان

زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اگست 12, 2026

وروستي خبرونه

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

اگست 13, 2026
سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان درملنې ته په تمه دي

سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان ددرملنې په تمه دي

اگست 13, 2026
واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

اگست 13, 2026
ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ

ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ

اگست 13, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته

مجاهد: امریکا لاهم د ګاونډیو هېوادونو له خاورې د افغانستان هوايي حریم نقضوي

اگست 13, 2026
کرنې نړیوال نندارتون کې د افغانستان جوړ اویا ډوله کرنیز ماشینونه نندارې ته اېښودل شوي

کرنې نړیوال نندارتون کې د افغانستان جوړ اویا ډوله کرنیز ماشینونه نندارې ته اېښودل شوي

اگست 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist