د چین په ارومچي ښار کې د کابل او اسلام اباد مذکرات چې د روان کال په اپرېل میاشت کې ترسره شوي و او هغه وخت د چین په منځګړیتوب دواړو لورو ژمنه کړې وه چې پر یو بل به تیری نه کوي، خو پاکستان د یادو مذکراتو اصولو ته پابند پاتې نه شو او یاد مذکرات یې هم بې پایلې پرېښودل.
تازه د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد سره په ځانګړې مرکه کې وايي،کابل له اسلام آباد سره د خبرو او مفاهمې له لارې د ستونزو حل او د خبرو ادامه غواړي.
ذبیح الله مجاهد وايي: « افغانستان خپله هڅه کړې. که څه هم موږ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، خو پاکستان سره بیا له نورو هم ډېرې ښې اړیکې غواړو؛ ځکه دا دواړه هېوادونه ګڼ مشترکات لري، خو له بده مرغه افغانستان یو طرفه له ستونزو سره مخ شو. افغانستان د ستونزو طرفدار نه دی مګر له بده مرغه په پاکستان کې واکمنې نظامي کړۍ پر افغانستان بریدونه وکړل، زموږ حریم یې نقض کړ، ملکي خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله او فضا خړه شوه. زه دا نه شم ویلی چې په پرمختګ به وشي، خو افغانستان د خبرو طرفدار دی او داسې موافقه غواړي چې د دواړو هېوادونو راتلونکی تضمین کړي او د بیا ځل ستونزو سبب نه شي.»
د حکومت ویاند دغه راز زیاتوي، افغانستان او پاکستان د ګاونډيو هېوادونو په توګه ګډ مشترکات لري او دوی هڅه کوي له پاکستان سره رامنځته شوي اختلافونه حل کړي؛ خو په خبره یې، په پاکستان کې واکمن پوځي حکومت هڅه کوي اړیکې ترینګلې وساتي.
د حکومت ویاند وړاندې وايي: « افغانستان د اړیکو ښه والی غواړي، د مفاهمې طرفدار دی او د دې پلوي کوي چې که ستونزې وي هم، باید د خبرو له لارې حل شي. دا بیا په پاکستاني اړخ پورې اړه لري چې کوم طرف غوره کوي. د خبرو پروسه به روانه وي او ښايي بیا هم دایره شي، ځکه افغانستان د خبرو دوام غواړي او په تېرو ناستو کې یې هم فعال حضور درلود، خپل موقف یې بیان کړی، موږ غواړو هره ستونزه د خبرو له لارې حل شي.»
شنونکي پر پاکستان نیوکه کوي چې تل یې هڅه کړې د غربي هېوادونو د پروژو پلي کولو په موخه، له افغانستان سره په اړیکو کې ستونزې جوړې کړي. د دوی په خبره، پاکستان هڅه کوي د ستونزو جوړولو لپاره خپل رنګ ته بدلون ورکړي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « په ټوله کې افغانستان له پاکستان سره کومه ستونزه نه لري چې په اړه یې خبرې وکړي. حتا پاکستان هم شاید کومه ستونزه ونه لري، خو برعکس، پاکستان د غربي نړۍ د اهدافو پلي کولو لپاره ماموریت لري او له دې کار پیسې ترلاسه کوی.»
د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « زموږ مقابل طرف یا پاکستان د افغانستان په تړاو دوه مخې پالیسي چلوي. دا خبره د اوس نه ده بلکې د پاکستان له جوړېدو راهیسې روانه ده. دوی نه غواړي افغانستان یو قوي نظام ولري.»
د سیمه ییز وضعیت څارونکي بیا وايي، اوسمهال پاکستان نه یوازې له افغانستان بلکې هند سره هم ناندریزې اړیکې لري او دا د پاکستان د ناسمو پالیسیو ښکارندویي کوي. دوی وړاندیز کوي چې پاکستان باید د خپلو کورنیو سیاسي او اقتصادي ستونزو د حل لپاره پر خپلو پالیسو له سره غور وکړي.