Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د دشت برچي اوسېدونکي افغانستان کې د هزاره توکه وګړو نا خوندیتوب شایعات بولي

د دشت برچي اوسېدونکي افغانستان کې د هزاره توکمه وګړو نا خوندیتوب شایعات بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/12

د کابل ښار د دیارلسمې او اته لسمې حوزې سیمه چې د دشت برچي په نوم پېژندل کیږي، خلک یې د هېواد د نورو سیمو په څېر، په ارامه فضا کې ژوند کوي، خپل کاروبارونه سمبالوي او له هر ډول امنیتي وېرې پرته تګ راتګ لري.

د دشت برچي اوسېدونکی حاجي ګل حسن محمدي وايي: « موږ دلته ژوند کوو، د خدای شکر دی امنیت او هرڅه برابر دي. موږ په خپلو جوماتونو او تکیه خانو کې مراسم نمانځو، عزاداري کوو مګر له کومې ستونزې سره مخ شوي نه یو. موږ به دې وړاندې ګاردان لرل، امنیت به نیولو، خو د اسلامي امارت په راتګ سره دا هرڅه له منځه تللي. دلته د جمهوریت له وخت څخه ډېر امنیت ټینګ دی.»

دوی له بهره کېدونکي هغه تبلیغات او شایعات په کلکه ردوي چې وايي، اوس په افغانستان کې د هزاره توکمه وګړو امنیت خوندي نه دی.

د دوی په خبره، هغوی چې دا ډول تبلیغات کوي، له حقایقو نه دي خبر او د هغو استخباراتي کړیو له خوا ګومارل شوي چې غواړي په افغانستان کې قومي او مذهبي تفرقه رامنځته کړي.

د برچي اوسېدونکی محمد حسین وايي: « د خدای شکر دی وطن کې سوله او امنیت ټینګ دی. دا خبره تبلیغات دی او د بهرنیو مزدوران یې کوي.»

د دې سیمې بل اوسېدونکی ګل حسن محمدي وايي: « دا چې وايي د هزاره ګانو نسل وژنه روانه ده، هسې پروپاګند دی، موږ په خپلو سترګو څه نه دي لیدلي.»

د دشت برچي اوسېدونکی اسماعیل سیفي وايي: « دا د ځینو کړیو عادت او تبلیغات دي. دوی د خلکو ترمنخ تفرقه اچوي او نه غواړي چې زموږ هېواد پرمختګ وکړي او آرامي ولري. پردې هېوادونه او د دوی اجیر شوي مزدوران دسیسې جوړوي او د خلکو هوسا ژوند ګډوډوي.»

د دشت برچي خلک وايي، اوس ښکاره حقیقت دا دی چې په ټول هېواد او په تېره بیا هغو سیمو کې امنیت چې هزاره توکم په کې ژوند کوي، د تېر نظام په پرتله څو برابره ښه دی. د دوی په خبره، اوس له هر ډول امنیتي وېرې پرته شپه او ورځ تګ راتګ کوي او په عادي ډول خپلې چارې سمبالوي.

د برچي اوسېدونکی شاه ولي حسیني وايي: « د خدای په فضل امنیت ډېر ښه دی، موږ له دې وړاندې د ماښام له شپږ بجو وروسته له کور نه شو راوتلی، اوس کولی شو ټوله شپه وګرځو او کار وکړو.»

د دې سیمې بل اوسېدونکی شفیق مرادي وايي: « موږ د امنیت په اړه هېڅ ډول ستونزه نه لرو او نه هم کوم خطر متوجه دی. د طالبانو په راتګ سره، امنیت ډېر ښه شوی.»

په کابل ښار کې روانه بیا روغونه او په اساسي ډول د سړکونو او کوڅو جوړول هغه څه دي چې خلک ترې خوښ دي.

کابل ښار د لوېدیځو سیمو او چهاردهي اوسېدونکي وايي، نه یوازې دا چې امنیت یې تامین شوی بلکې ورسره جوخت عامه خدمات هم ورته وړاندې کیږي. دوی زیاتوي، د معیاري سړکونو جوړول د دې لال شوي چې ناروغان پر وخت روغتون ته ورسول شي  او له یوې سیمې بلې ته په کمه موده کې سفر وکړي؛ همدارنګه یوازې د څو ساعتونو په تېرېدو سره خپلې ټولې سوداګریزې اوعادې چارې را ونغاړي.

د برچي اوسېدونکی شاه ولي حسیني وايي: « د سړکونو جوړولو په برخه کې هم ښه کار شوی. یو وخت به دا سړک(میرویس میدان – پل سوخته) د ګڼه ګوڼې له امله بند و، خو اوس یې ترڅنګ نور سړکونه جوړ شوي او دا سړک فرصت دی. همدارنګه د سړکونو له جوړېدو سره حادثې هم کمې شوې دي.»

د اسلامي امارت دریځ بیا دا دی چې په هېواد کې موجوده نظام د اسلامي شریعت له مخې منځته راغلی او په شریعت کې تبعیض نا روا عمل دی.

د اسلامي امارت د چارواکو په خبره، هېواد کې شته ټول قومونه او پرګنې د اسلامي شریعت له مخې یو ډول حقوق لري او دوی ته حکومتي خدمات که په هره برخه کې وي، په یو ډول وړاندې کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو
افغانستان

زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اگست 12, 2026
د لوګر محمد اغې ولسوالۍ خلک لومړنیو خدماتو ته له لاسرسي نه لرلو شکایت کوي
افغانستان

د لوګر محمد اغې ولسوالۍ خلک لومړنیو خدماتو ته له لاسرسي نه لرلو شکایت کوي

اگست 12, 2026
امریکا د محمود شاه حبیبي موندلو لپاره پنځه میلیون ډالره جایزه اعلان کړه
افغانستان

امریکا د محمود شاه حبیبي موندلو لپاره پنځه میلیون ډالره جایزه اعلان کړه

اگست 12, 2026
د پاکستان اپوزیسیون افغانستان سره د لارو تړلي پاتې کېدل غندلي
افغانستان

د پاکستان اپوزیسیون افغانستان سره د لارو تړلي پاتې کېدل غندلي

اگست 12, 2026
کابل کې د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون پرانستل شو
افغانستان

کابل کې د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون پرانستل شو

اگست 12, 2026
سمنګان کې د بادامو  بڼوال د  حاصلاتو له کمېدو شکایت کوي
افغانستان

سمنګان کې د بادامو  بڼوال د  حاصلاتو له کمېدو شکایت کوي

اگست 11, 2026

وروستي خبرونه

زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اگست 12, 2026
د ننګرهار پوهنتون استاد د پوستکي سرطان تشخیصولو پرمختللی سیسټم جوړ کړی

د ننګرهار پوهنتون استاد د پوستکي سرطان تشخیصولو پرمختللی سیسټم جوړ کړی

اگست 12, 2026
یو‌.اېن هبیتات زنده جان کې روغتیايي مرکز او ملحقات ګټه اخستنې ته وسپارل

یو‌.اېن هبیتات زنده جان کې روغتیايي مرکز او ملحقات ګټه اخستنې ته وسپارل

اگست 12, 2026
د لوګر محمد اغې ولسوالۍ خلک لومړنیو خدماتو ته له لاسرسي نه لرلو شکایت کوي

د لوګر محمد اغې ولسوالۍ خلک لومړنیو خدماتو ته له لاسرسي نه لرلو شکایت کوي

اگست 12, 2026
د دشت برچي اوسېدونکي افغانستان کې د هزاره توکه وګړو نا خوندیتوب شایعات بولي

د دشت برچي اوسېدونکي افغانستان کې د هزاره توکمه وګړو نا خوندیتوب شایعات بولي

اگست 12, 2026
امریکا د محمود شاه حبیبي موندلو لپاره پنځه میلیون ډالره جایزه اعلان کړه

امریکا د محمود شاه حبیبي موندلو لپاره پنځه میلیون ډالره جایزه اعلان کړه

اگست 12, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist