Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د محمود شاه حبیبي موندلو لپاره پنځه میلیون ډالره جایزه اعلان کړه

امریکا د محمود شاه حبیبي موندلو لپاره پنځه میلیون ډالره جایزه اعلان کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/12

د امریکا څېړنو فډرالي ادارې( اېف‌بي‌آی) یو ځل بیا د افغان توکمه امریکايي، محمود شاه حبیبي د ورکېدو په اړه د معلوماتو موندنې لپاره اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه کې د تېر کال ادعا یو ځل بیا تکرار شوې او ویل شوي چې محمود شاه حبیبي او د هغه موټر چلوونکی د ۲۰۲۲زېږدیز کال د اګست له لسمې راهیسې په کابل کې له نیول کېدو وروسته لادرک دی.

اېف‌بي‌آی د یوې مطرح شوې ادعا پر بنسټ، نوموړی د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست له خوا نیول شوی بللی او د هغه د موندنې، موقعیت معلومولو او کور ته د راستنولو لپاره یې اعلان شوې پنځه میلیون ډالر جایزه بیا ځل یاده کړې ده.

په اعلامیه کې زیاته شوې: « د څېړنو فډرالي ادارې(اېف‌بي‌آی) د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د محمود  شاه حبیبي د ورکېدو په اړه د معلوماتو په لټه کې ده. حبیبي د افغانستان د ملکي هوايي چلند پخوانی رییس، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې له خپل کور سره نږدې نیول شوی او ادعا کېږي چې د طالبانو استخباراتو ریاست له خوا د خپل موټروان او د اسیا مشورتي شرکت چې په کابل کې مېشت مخابراتي شرکت دی، له ۲۹ نورو کارمندانو سره یو ځای نیول شوی دی.»

د دې ترڅنګ، د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ماموریت هم پرخپله اېکس پاڼه د محمود شاه حبیبي پر راخوشي  کولو او موندنې ټينګار کړی.

د یاد ماموریت په خبرپاڼه کې راغلي، امریکا د محمود شاه راخوشي کولو او کور ته ستنولو لپاره خپله ژمنتیا ساتي او د دې چارې لپاره به اړین ګامونه پورته کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ماموریت په خبرپاڼه کې راغلي: « نن د امریکايي وګړي محمود شاه حبیبي د ورکېدو څلور کاله پوره کېږي. هېڅ دلیل نه سترګو کېږي چې ګواکي دا موضوع دې حل نه شي. موږ لا تر اوسه د محمود کور ته د راستنولو او د هغه د بېرته راستنېدو لپاره د اړینو ګامونو اخستو ته چمتو یو.»

اسلامي امارت د امریکا دې ادعا ته په غبرګون کې وايي چې دا خبره یې څو ځله په ډاګه کړې چې د محمود شاه حبیبي په نوم کوم کس د اسلامي امارت په اړوند ادارو کې نه دی بندي شوی.

داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « لومړۍ خبره دا ده چې حبیبي له موږ سره نه شته، دا خبره موږ په کراتو دوی ته په مجلسونو کې هم کړې او اعلان مو کړی چې د حبیبي په نوم موږ هېڅ بندي نه لرو.»

شنونکي، د امریکا له خوا پر یو افغان توکمه امریکايي د جایزې اعلان او د هغه په اړه له شواهدو  پرته ادعاوې  د واشنګټن سیمه ییزې سیاسي موخې ګڼي.

دوی وايي، امریکا تل په سیمه کې د خپلو ګټو د تعقیب لپاره هغه ډول پلمې لټوي چې د نړیوالو  قوانینو او ډېپلوماټيکو ارزښتونو سره اړخ نه لري.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « امریکا له دې څخه یوه کیسه جوړوي او تر شا یې یو هدف پروت دی. دوی غواړي پر طالبان فشار راوړي او  د دې لپاره څه علت په کار دی. که دوی غواړي په حقیقت ځان پوه کړي، نو را دې شي او زندانونه دې وګوري. دلته ځینې دښمنان او ډلې ټپلې ناوړه ګټه هم اخلي.»

اسلامي امارت له امریکا سره د افغان بندیانو په تبادله کې له تېر کال راهیسې څلور امریکايي بندیان، رایان کوربېټ، ویلیام مک کېنټي، جورج ګلېزمان او ډېنس کویل خوشي کړي، خو د محمود شاه حبیبي د نېونې په اړه یې د امریکا مطرح شوې ادعاوې بې بنسټه بللې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو
افغانستان

زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اگست 12, 2026
د لوګر محمد اغې ولسوالۍ خلک لومړنیو خدماتو ته له لاسرسي نه لرلو شکایت کوي
افغانستان

د لوګر محمد اغې ولسوالۍ خلک لومړنیو خدماتو ته له لاسرسي نه لرلو شکایت کوي

اگست 12, 2026
د دشت برچي اوسېدونکي افغانستان کې د هزاره توکه وګړو نا خوندیتوب شایعات بولي
افغانستان

د دشت برچي اوسېدونکي افغانستان کې د هزاره توکمه وګړو نا خوندیتوب شایعات بولي

اگست 12, 2026
د پاکستان اپوزیسیون افغانستان سره د لارو تړلي پاتې کېدل غندلي
افغانستان

د پاکستان اپوزیسیون افغانستان سره د لارو تړلي پاتې کېدل غندلي

اگست 12, 2026
کابل کې د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون پرانستل شو
افغانستان

کابل کې د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون پرانستل شو

اگست 12, 2026
سمنګان کې د بادامو  بڼوال د  حاصلاتو له کمېدو شکایت کوي
افغانستان

سمنګان کې د بادامو  بڼوال د  حاصلاتو له کمېدو شکایت کوي

اگست 11, 2026

وروستي خبرونه

زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اگست 12, 2026
د ننګرهار پوهنتون استاد د پوستکي سرطان تشخیصولو پرمختللی سیسټم جوړ کړی

د ننګرهار پوهنتون استاد د پوستکي سرطان تشخیصولو پرمختللی سیسټم جوړ کړی

اگست 12, 2026
یو‌.اېن هبیتات زنده جان کې روغتیايي مرکز او ملحقات ګټه اخستنې ته وسپارل

یو‌.اېن هبیتات زنده جان کې روغتیايي مرکز او ملحقات ګټه اخستنې ته وسپارل

اگست 12, 2026
د لوګر محمد اغې ولسوالۍ خلک لومړنیو خدماتو ته له لاسرسي نه لرلو شکایت کوي

د لوګر محمد اغې ولسوالۍ خلک لومړنیو خدماتو ته له لاسرسي نه لرلو شکایت کوي

اگست 12, 2026
د دشت برچي اوسېدونکي افغانستان کې د هزاره توکه وګړو نا خوندیتوب شایعات بولي

د دشت برچي اوسېدونکي افغانستان کې د هزاره توکمه وګړو نا خوندیتوب شایعات بولي

اگست 12, 2026
امریکا د محمود شاه حبیبي موندلو لپاره پنځه میلیون ډالره جایزه اعلان کړه

امریکا د محمود شاه حبیبي موندلو لپاره پنځه میلیون ډالره جایزه اعلان کړه

اگست 12, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist