له اوږدې مودې راهیسې افغانستان سره د سوداګریزو لارو بند پاتې کېدل، یو ځل بیا د پاکستان لوړ پوړو حکومتي چارواکو او د دې هېواد د اپوزیسیون له لوري ننګول شي.
د حکومت اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي او د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي ترمنځ لیدنه کې، د لارو تړل کېدل غندل شوي او وايي، له همدې امله تر ډیورنډ فرضي کرښې ها غاړه ټول سوداګریز فعالیتونه ځنډېدلي او ګڼ مالي زیانونه یې اړولي دي.
دواړو مشرانو د لارو بند پاتې کېدو اصلي زیانمنونکي عام خلک بللي او وايي، له کبله یې ولس ته نه جبرانېدونکي مالي زیانونه اوښتي.
د تحریک تحفظ آیین پاکستان په نوم د پاکستان حکومت مخالف ایتلاف ویلي: « په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدل غندل شوي. دواړو خواوو ویلي چې له دې کبله له پولې پورې غاړې سرحدي سیمو کې د زرګونه سوداګرو، کاروباریانو، دیاړي کوونکو، موټر چلوونکو او د ټرانسپورټي کارکوونکو کاروبار او ژوند په جدي ډول اغېزمن شوی چې په پایله کې یې سوداګریز فعالیتونه ځنډېدلي، د ځايي خلکو ژوند سخت شوی او عامو خلکو ته نه جبرانېدونکي مالي زیانونه اووښتي.»
په دې لیدنه کې د پاکستان مرکزي حکومت له لوري د داسې پرېکړې ترسره کېدل چې د عامو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي؛ نه منونکې مسئله بللې.
یادو مشرانو د لارې سملاسي بېرته خلاصېدو ترڅنګ، د داسې تګلارو د پلي کولو غوښتنه هم کړې چې عام ولس زیانمن نه کړي.
د پاکستان حکومت مخالف ایتلاف په دې اړه ویلي: « دواړو لوریو وویل چې د لارو د تړل کېدو له کبله د ځايي خلکو ژوند له ستونزو سره مخول، په هېڅ صورت ورته د منلو نه دي. هغوی هلته له مرکزي حکومته وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې لارې سملاسي بېرته پرانیزي او له داسې تګلارو باید ډډه وشي چې د کرښې د دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو مشروع سوداګریز، کاروباري او اقتصادي ګټو ته زیان رسوي.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د سیاسي اړیکو تر خرابوالي وروسته په تېره اکټوبر میاشت کې په بشپړ ډول بنده شوه.
تر دې وړاندې د پاکستان نامتو سیاستوالو او د پښتونخوا ایالتي چارواکو هم بیا بیا د لارو د بېرته خلاصولو او په دې برخه کې د ځانګړو مکانېزمونو د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د اقتصادي چارو شنونکي د لارو تړل کېدل د دواړو هېوادونو په زیان ګڼي او په دې برخه کې د ستونزو حل لپاره د سالمو سوداګریزو پالیسیو غوره کول ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « له لسو میاشتو ډېر وخت کېږي چې له افغانستان سره لارې لومړی د پاکستاني چارواکو له خوا وتړل شوې چې ورپسې د افغانستان اوسني حکومت هم یو مثبت غبرګون وښود، خو دا غبرګون د پاکستانیانو لپاره غیرمترقبه عمل و. د خیبرپښتونخوا د سوداګرۍ خونې د رییس په خبره، تر اوسه دوی ۱.۵ میلیارد ډالره زیان کړی.»
د افغانستان اوسنی حکومت د لارو تړل کېدو لوی لامل د پاکستان ناسمې اقتصادي پالیسۍ یادوي او وايي، د دوام په صورت کې به دواه اړخیزه سوداګري همداسې په ټپه درېدلي وي.
اسلامي امارت له پاکستاني لوري په ځلونو غوښتي چې اقتصاد او سیاست سره غوټه نه کړي او پر افغانستان یې د فشار الې په توګه ونه کاروي.