Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د علماوو ناسته کې د ولس غوښتنې مطرح نه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/04

په کابل کې د علماوو درې ورځينۍ ناسته،چې له څلورنیم زره زیاتو دیني‌علماوو په ‌کې ګډون کړی وو، له درې ورځو سلا مشورو او بحثونو وروسته یې ۱۱ ماده ‌ییز پریکړه لیک اعلان کړ.

پریکړه لیک کې، د اسلامي امارت له مشرتابه بیعت اعلان شو، نړۍ سره تعامل، اقتصاد او تعلیم ته د حکومت په پاملرنې ټینګار شوی او د اسلامي امارت پر ضد وسله وال مخالفتونه شرعاا ناروا وبلل شول.

ښځو،ماشومانو او لږکیو ته د حقونو ورکړه،هغه مسایل دي، چې پریکړه لیک کې ترې په سطحي توګه یادونه شوې، هغه څه چې افغانانو یې د حل لپاره د ناستې یوې مشخصې پریکړې ته انتظار ول. 

کارپوهان سره له دې چې باور کوي، ناسته کې د ولس غوښتنې په کې نه دي مطرح شوي،خو وایي اسلامي امارت به د خپلو ګټو لپاره د دې پرېکړه لیک ځینې مادې ژر عملي کړي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي:« هغه ګوندي پرېکړې، چې دوی باید نیولې وی، هغه یې ونیولې. زما پر اند دا د  رد وړ هم نه ده  او د تائید وړ هم ده. خو د روانو بحرانو او ستونزو، چې موږ یې په اقتصادي او نظامي برخو کې  لرو، له نړۍ سره مو د تعامل ژبه نه ده پیدا کړې. افغانستان کې لنډمهالی حکومت تر اوسه پورې چا پر رسمیت نه دی پېژندلی. دغو ټولو ناخوالو ته دوی د حل لاره پیدا نه کړه. » 

د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمن شهاب وايي:« د علماوو په ناسته کې یوازې پر هغو مواردو بحث شوی دی،چې هغه له وړاندې هم د طالبانو له لوري مطرح شوي ول، یعنې داسې نوې مسله،چې هغه دې نړۍ افغانانو ته متوجې وي، په دغې ناسته کې نه وه. » 

د علماوو دغې سترې غونډې په  تړاو نړیوالو هم وېشلي نظرونه وړاندې کړي دي.

پوښتل شوي، کله چې د اسلامی امارت مشرتابه نړیوالو ته ننګونکې خبرې کړي او دوی سره یې تعامل رد کړی،دا خورا یو سخت دریځ دی.

خو د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي، د دیني علماوو غونډې ته په درناوي قایل دي او هڅه کوي،د هغوی له مشورو ګټه واخلي او د دیني علماوو غوښتنې عملي کړي.

کریمي زیاتوي:« اسلامي امارت د علماوو او متنفذینو غوښتنو ته ډېر درناوی لري، نو ټول هغه موارد او نقطې،چې زموږ د هېواد ګټې او ارزښتونه ورسره په ټکر کې نه وي، اسلامي امارت هغه ګامونه اخلي او څاري یې.» 

په افغانستان کې جرګې او لویې غونډې چې زیاتې یې د حکومتونو په خوښه جوړې شوي دي،پر خپلواکه توګه یې پرېکړې نه دي کړي او تل یې د حکومتونو له دریځونو ننګه کړې ده. 

اوس به ولیدل شي،چې د افغانستان اسلامي امارت راتلونکې کې بل څه اقدام کوي،خو  د کورني مشروعیت لپاره یې ور پرانېست.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist