Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سمنګان کې د بادامو  بڼوال د  حاصلاتو له کمېدو شکایت کوي

سمنګان کې د بادامو  بڼوال د  حاصلاتو له کمېدو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/11

د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د بادامو د پېر او پلور مارکېټ ته هره ورځ د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له باغونو بادام راوړل کېږي.

په دې مارکیټ کې د بادامو بڼوال وايي، د سمنګان بادام د هېواد او سیمې په کچه ځانګړی نوم لري. د دوی په خبره، سمنګان ولايت کې شاوخوا شل ډوله بادام شته چې خوند ته په کتو یې بيې هم له يو بل سره توپیر لري.

بڼوال دغه راز وايي، سږکال د شکرک ناروغۍ زیاتوالي، بې وخته بارانونو او کرنېزو درملو کمښت له امله د بادامو حاصلات کم شوي دي.

بڼوال نظرمحمد وايي: « زه شاوخوا ۷۰۰ بادام ونې لرم، خو سږ کال مې یوازې اووه منه بادام راټول کړي دي. ټولنې ونې مو شکرک ووهلې. د کرنې ریاست ته هم ورغلم چې د دې ناروغۍ درمل راکړي، خو راته وویل چې موږ هېڅ نه لرو چې در یې کړو.»

بڼوال جمال‌الدین وايي: « سږ کال شکرک زموږ بادام له منځه یوړل. له یوه باغ څخه چې پخوا سل منه بادام راټولېدل، سږ کال ترې دوه منه راټول شوي. زموږ خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.»

ستار بایي، کندوزي، قمبري، خیرالدین بايي، وحيدي، خار بایي او ځينې نور د بادامو هغه ډولونه دي چې سوداګر یې سمنګان کې د شته والي یادونه کوي او په خبره یې، دا ډولونه تر نورو هغو د حاصل له پلوه ښه دي.

سوداګر که څه هم سږکال د بادامو بیې تر نورو کلونو ښې بولي، خو د بازار پر نظم جوړېدو سربېره له ځايي چارواکو غواړي چې له هېواده بهر د سمنګان بادامو ته بازار پيدا کړي.

د بادامو سوداګر عبدالکریم وايي: « زموږ د بادامو منډوي او دا ځای ډېر تنګ دي، له یوې خوا موټر او له بلې خوا لاس ګاډي زموږ محصولات تر پښو لاندې کوي. باید موږ ته لوی ځای راکړل شي.»

د بادامو سوداګر نذيراحمد وايي: « زه له دولت غوښتنه لرم چې په دې برخه کې ټول فعالیت کوونکي کسان او دا ځای سم مدیریت کړي، د بازار نظم دې برابر کړي، ترڅو د سمنګان د خلکو د بادامو لپاره بازار موندنه اسانه شي.»

په ورته مهال، د سمنګان ولایت ځايي چارواکي وایي، تېر کال په دې ولایت کې څه باندې درې زره ټنه بادام ترلاسه شوي چې ډېره برخه یې بهر ته صادر شوي دي.

د مسوولینو په خبره، که څه هم سږکال سمنګان کې د بادامو حاصلات د نورو کلونو په پرتله ٢٥ سلنه کم شوي، خو د بڼوالو د ملاتړ په موخه یې هڅې پیل کړې دي.

د سمنګان کرنې ریاست کې د کرنې ترویج مدير عبدالخلیل کریمي وايي: « سږ کال د بې وخته بارانونو له امله یو شمېر ناروغۍ او آفتونه راغلل او دغه راز، یو شمېر باغونه ږلۍ ووهل او له همدې امله خلکو ته زیانونه ورسېدل. سږ کال زموږ حاصلات له ۲۰ تر ۲۵ سلنو کم شوي. زموږ ریاست د اصلاح شویو نیالګیو او بوټو کېنولو او ترویج په برخه کې کار کوي. موږ بڼوالو ته داسې بادام نیالګي معرفي کړي چې د تودوخې، سړې هوا او آفتونو پر وړاندې مقاومت لري.»

د سمنګان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ولایت کې پر٦٧٠٠ هکټاره ځمکو د بادامو باغونه شته چې ډېره برخه یې د سمنګان په مرکز ایبک، خلم، حضرت سلطان، فیروز نخچیر او ځینو نورو ولسوالیو کې ودان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist