افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت( یوناما) په امنیتي ادارو کې د روڼتیا او حساب ورکولو د څرنګتیا په تړاو راپور خپور کړی.
دغې ادارې د ۳۸ مخونو په تازه راپور کې له ۲۰۲۱زېږدیز کال را وروسته موده ارزولې او په کې موندلي یې دي چې که څه هم ډېر کله له امنیتي ادارو د خلکو شکایتونو ته رسېدنه شوې، خو لا هم په دې برخه کې ډېر جدیت ته اړتیا لیدل کیږي.
راپور کې راغلي چې د غچ اخستې، پر امنیتي ادارو د باور نه موجودیت او په دې برخه کې د خنډونو له کبله، خلک په تېره بیا ښځې له امنیتي ادارو څخه شکایت کولو ته زړه نه ښه کوي.
د یوناما راپور کې راغلي: « یوناما داسې بېلګې هم ثبت کړې دي چې ښيي اوسني حکومت په امنیتي ادارو کې د خپلو غړو خلاف د سرغړونې قضیې ارزولې، په تړاو یې ښکېل کسان نیولي او د څېړنو لپاره یې پوځي محکمو ته معرفي کړي؛ خو په ورته مهال بیا ډېری شکایتونو ته رسېدنه نه ده شوې. په داسې حال کې چې د غچ اخستنې له وېرې، پر اداراتو د باور نه موجودیت او د خنډونو په تېره بیا د ښځو لپاره چې په ورځني ژوند کې له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي، د ادعا شویو ناوړه چلن په تړاو راپورونه له خنډ سره مخ شوي.»
اسلامي امارت د یوناما د دې راپور په تړاو څه نه دي ویلي.
د یوناما په راپور دغه راز زیاته شوې چې اوسني حکومت د فرمانونو د صادرولو او په امنیتي ادارو کې د څارنې له لارې د قوانینو د تطبیق پر لور ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې د امنیتي او تصفیوي کمېسیون، د فرمانانو او حکمونو د تعقیب او څارنې لوی ریاست او د امر بالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدو کمېسیون په څېر ادارې یې رامنځته کړې.
په ورته مهال، د افغانستان لپاره د یوناما د مشرې ځانګړې استازې جورجیټ ګانیون، د دې راپور په یوه برخه کې ویلي چې د امنیتي ادارو د غړیو پر وړاندې د ګام نه پورته کېدل، ښايي په راتلونکي کې پر حکومت د خلکو باور ختم کړي.
خو د دې خلاف بیا عملي او دوامداره اقدامات کولی شي خلکو کې دا باور وزیږوي چې ګني قانون پر ټولو یو شان عملي کیږي.
نوموړې په دولتي ادارو کې روڼتیا او د قانون یو ډول تطبیق د اوسني حکومت نړیوال مکلفیت بللی چې ثبات او په نړیواله ټولنه کې د اسلامي امارت له ادغامېدو سره مرسته کوي.
د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « افغانستان کې نه یوازې د افغانانو د قضیو حلولو لپاره ګړندي ګامونه پورته شوي بلکې د امنیت په برخه کې ډېرې مثبتې لاسته راوړنې ترلاسه شوې. همدارنګه د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې او د روږدو کسانو د درملنې په تړاو هم ګړندي ګامونه پورته شوي.»
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت اوسني حکومت ته سپارښتنه کړې چې په ټولو امنیتي ادارو کې د حساب ورکولو اصل پیاوړی کړي، ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې لاهم قوانین، پروسیجرونه او د اصولو پر اساس چلن موجود دی او د قانون پر وړاندې ټول یو شان مکلفیت لري.