Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان شخصیتونو سره د اړیکې کمېسیون: تیرو دوه میاشتو کې ۱۰۰ تنه پخواني چارواکي او سیاسیون هېواد ته راستانه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/03

له افغان شخصیتونو د اړیکې کمېسیون په هلو ځلو تر دې دمه شااوخوا ۱۰۰ تنه پخواني چارواکي او سیاسیون بیرته هېواد ته راستانه شوي ډي.

یاد کمېسیون وايي، په دغو کسانو کې د ترانسپورټ او هوايي چلن پخوانی وزیر حسن مبارک عزیزي، په پارلماني چارو کې د دولت مخکینی وزیر فاروق وردګ، د حج او اوقافو مخکینی وزیر محمد صدیق چکري، د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ مخکینی وزیر امیرزی سنګین، د تېر نظام د مالیې وزیر هدایت ارسلا امین په شمول يو شمېر وکیلان او نظامي کسان هم بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، هېواد ته د دغو سیاسي شخصتونو بېرته راستنیدل به  له اوسني حکومت سره د نړۍ اړیکې نږدې او تعامل ته به لار پرانیزي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سلیم کاکړ وايي:« دا بهیر د دې لپاره دی،څو نړیوالو ته وښودل شي،چې افغانستان کې امنیت دی او هر افغان ان هغه چارواکي،چې د اسلامي امارت پر وړاندې جنګېدل کولی شي، دلته ژوند وکړي او هېڅ ستونزه ورته نه شته ده.» 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی هدایت الله پکتین بیا وايي:« دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې یو تحریک واک ته رسېږي او هغوی د ټولګډونې حکومت لپاره، هغه مخالفین،چې پرون له دوی سره په جنګ کې ول، هغه راغواړي او دلته هغوی ته ارامه فضاء رامنځته کوي او د هغوی ساتنه کوي.» 

ځینې نور بیا ټینګار لري،چې د راستنو شویو کادرونو له تجاربو دې استفاده وشي او هغو کسانو ته دې مسوولیتونه وسپارل شي،چې د فساد دوسیې ونه لري او ښه ثابت شوي دي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی زرعلي معروف وايي:« دویمه خبره دا،چې د دولت چارواکو کړې، د دې خلکو راتګ هېواد ته قبلوي، خو په نظام کې به برخه نه ورکوي. زما له نظره، د افغانستان نظام،چې دی، هغې کې د یو مسلک خلکو شتون به ښه خبره  نه وي، ځکه دا نه یوه مدرسه ده، نه یو روغتون دی،چې یوازې علماء او ډاکټران په کې واوسي. دا یو نظام دی، یو هېواد دی، دلته د ژوند د بېلابېلو برخو او بېلابېلو متخصصو کسانو اړتیا ده،د بېلابېلو کادرونه اړتیا ده.» 

له پخوانیو چارواکو او سیاسیونو سربېره له افغان سوداګرو او پانګه والو هم غوښتنه ده،چې د هېواد په ابادۍ او اقتصادي پرمختګ کې دې برخه واخلي او بېرته دې خپل هېواد ته را ستانه شي.

د ا.ا.ا امیرالمؤمینین شیخ هبة الله اخوندزاده وايي:«تاسو پر بهرنیو مرستو اتکاء مه کوئ، نه بهرنۍ مرستې موږ پورته کولای شي، نه زموږ اقتصاد راجوړولی شي.که اقتصاد مو سموي، له احتیاجه مو وباسي، له غربته مو وباسي، خپلواکۍ ته مو راباسي، هغه دا خپل همت دی. خپله لاس سره ورکړئ، سوداګر دې راشي، څه خطر لري؟ راشئ! په دې خپل هېواد کې پانګونه وکړئ. دا خپل هېواد اباد کړئ.»       

هېواد ته د سیاسي شخصیتونو په لړ کې له پخوانیو وزیرانو سربېره د تېر نظام د ولسی جرګې لومړی مرستیال امیرخان يار،د مشرانو جرګې سناتور محمد طیب عطاء، د تېر نظام د سنامجلس مرستیال حسیب الله کلیمزی، د ولسي جرګې وکیل محب الله ، د لغمان پخوانی والي محمد اصف ننګ، د زابل او لوګر پخوانی امنیه قومندان غلام سخي روغ لېونی، د ملي روغې جوړې  عالي شورا مرستیال عبدالواسع توخي، د امنیت شورا مرستیال عبدالحکیم نورزی، د مشرانو جرګې پخوانی سلاکار مولوي عبدالخبیر،د تېر نظام د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو د کوپراتیف ریس جنرال محمد انور کوهستانی، د برښنا شرکت پخوانی ریس امان الله غالب، د حکومت د پوځ ویاند دولت وزیري او د جنبش ګوند غړی نظام الدین قیصاري هم  بېرته  هېواد ته راستانه شوي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist