د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ څو میاشتنیو جګړو او له کبله یې د هرمز تنګي په سټراټیژیک نړیوال مسیر کې سوداګریزو خنډونو؛ نړیوال تجارت اغېزمن کړی او ورسره په سیمه کې لوی اقتصادي هېوادونه یې هم د ټرانزیټي بدیلونو موندلو ته اړ کړي.
د روسیې مرستیال لومړي وزیر مارات خوسنولین، له ټاس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، غواړي د ترکمنستان، ایران، افغانستان او پاکستان له لارې له هند سمندر سره د نښلېدو مسیر په جدي ډول و ارزوي.
د نوموړي په ټکو، روسیه هر هغه امکان مني او جدي یې ارزوي چې هند ته د دې هېواد د لاسرسي زمینه برابره کړي.
د روسیې لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې: « هند سمندر ته د رېل پټلۍ د نښلولو امکان باید و ارزول شي. د بُسفور او هرمز تنګيو مسیرونو کې ګواښونه ښايي بدیلو لارو ته اړتیا پېښه کړي. د رېللارې یاد مسیر د ترکمنستان، ایران، افغانستان او پاکستان څخه تېریږي. هر هغه غوراوی د منلو وړ دی چې هند ته د روسیې لاسرسي برابر کړي.»
روسیه خپل نفتي مواد د کسپین بحیرې له لارې لومړی ایران او د تر هغه وروسته د هرمز تنګي له مسیر څخه اسیايي بازارونو ته لېږدوي چې ستر پېرېدونکي یې چین او هند دي.
دا هېواد د اوبیزو مسیرونو څخه په استفادې د سوېلي او ختیځې اسیا له هېوادونو سره راکړه ورکړه لري چې دا مهال تر ډېره ټکڼۍ شوې ده.
روسیه په پام کې لري چې په راتلونکي کې له ورته ننګونو څخه د مخنیوي په موخه، دغه ځمکنی دهلېز ایجاد کړي، ترڅو نفتي توکي یې د سمندري مسیرونو ترڅنګ، د رېل کرښو له لارې سوېلي او ختیځې اسیا ته ورسوي.
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « ښايي روسانو له دې وړاندې هم دا خبرې له پاکستانیانو سره کړې وي او ښايي همدا لامل وي چې پاکستانیان هره ورځ له افغانستان سره د لارو بېرته خلاصولو خبره کوي.»
د چارو شنونکي وايي، روسیه د نړیوالو اقتصادي بندیزونو او له اوکراین سره تر جګړې وروسته په دې هڅه کې ده چې خپله سوداګري وغځوي او پر یو واحد ټرانزیټي مسیر اتکا راکمه کړي.
دوی وايي، که څه هم د روسیې د وړاندیز شوې پروژې عملي کېدل پراخو مالي سرچینو او وخت ته اړتیا لري؛ خو له بشپړېدو سره به د سیمې او په ځانګړي ډول د افغانستان په اقتصادي وده کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځته شي.
د کارپوهانو په باور، دا پروژه به نه یوازې افغانستان د ټرانزیټ په واقعي څلور لارې بدل کړي بلکې ترڅنګ به یې هېواد کې دننه کاري فرصتونه ایجاد او پانګونې ته لار هواره کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: « زه فکر کوم افغانستان روسیې او د مرکزي اسیا هېوادونو ته د توکو لېږد را لېږد لپاره تر ټولو غوره مسیر دی. کله چې دا پروژه په لاره واچول شي، بېله شکه افغانستان به د اسیا پر ټرانزیټي څلور لارې بدل کړي.»
دا داسې مهال ده چې د تېرې فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې، ایران پر دې هېواد د امریکا او اسراییلو د ګډو بریدونو په غبرګون کې هرمز تنګی د سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ پر مخ تړلی او له فارس خلیج څخه عرب سمندر ته یې د تېلو او ګازو پر لېږد بندیز لګولی چې ورسره په نړیواله کچه د یادو توکو بیې لوړې شوې دي.
هغه څه چې نه یوازې د خلیج سیمې د تېلو سترو صادرونکو هېوادونو صادرات یې ځپلي بلکې د روسیې نفتي سوداګري یې هم له جدي ننګونو سره مخ کړې ده.