Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېرکال شاوخوا۶۵۰ زره پاسپورټونه او دوه میلیونه الکټرونیکي تذکرې وېشل شوي

مجاهد: تېرکال شاوخوا۶۵۰ زره پاسپورټونه او دوه میلیونه الکټرونیکي تذکرې وېشل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/10

«حکومت د مطبوعاتو په  هېنداره کې» هغه پروګرام چې له لارې یې اسلامي امارت خپلې یو کلنې لاسته راوړنې له خلکو سره شریکوي.

د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد داځل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو  وزارتونو ترڅنګ، دکابل ښاروالۍ ، پاسپورټ ریاست، د احصایې او معلوماتو ادارې او د افغان پوسټ دولتي شرکت یوکلنې لاسته راوړنې او فعالیتونه شریک کړل .

د اسلامي امارت ویاند وايي، د تېر یوه کال په موده کې د مخابراتي خدمتونو لا پراختیا په برخه کې ۸۵۰  نوي مخابراتي اتنونه په هغو سیمو کې تازه فعال شوي چې تر اوسه له مخابراتي خدماتو بې برخې وو.

مجاهد زیاتوي، د دغو مخابراتي انتنونو له ډلې ۳۵۰ یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په مالي لګښت او ۵۰۰ یې د مخابراتي شرکتونو په لګښت جوړ شوي او په۱۵۰ نورو کار روان دی.

مجاهد دغه راز وايي، شاوخوا ۵۰۰ زره راستنو شویو افغانانو باندې سیم کارټونه وېشل شوي او د اترا ادارې په مالي لګښت د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د پراختیا په موخه، په ټول هېواد کې ۲ زره۹۳۲ مخابراتي ټاورونه جوړ شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند وايي: « د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له انکشافي بودیجې د هېواد په محرومو او لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو پراختیا په موخه، شاوخوا ۳۵۰ مخابراتي انتنونه فعال شوي او ۱۵۰ نور د فعالېدو په حال کې دي. همدارنګه، د مخابراتي شرکتونو په مالي تمویل ۵۰۰ نوي مخابراتي انتنونه فعال شوي او له امله یې محرومې سیمې تر مخابراتي او انټرنېټي پوښښ لاندې نیول شوې دي. همدارنګه، د مخابراتي شرکتونو، انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکو او د اترا ادارې د پراختیايي بودیجې په مرسته، په ټول هېواد کې ۲ زره ۹۳۲ مخابراتي ټاورونه جوړ شوي دي.»

د مجاهد په خبره، په تېر یوه کال کې یوازې په مخابراتي سکټور کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۸۴ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي.

په همدې حال کې مجاهد وايي، د تېر یوه کال په موده کې د پاسپورټ ریاست له لوري څه باندې ۶۵۰ زره عادي، له ۳ زره ۳۰۰ زیات سوداګریز او ۵۱۲ تحصیلي پاسپورتونه پر متقاضیانو وېشل شوي دي.

د مجاهد په خبره، په پاسپورټ ریاست کې دننه سوداګرو، محصلینو، ناروغانو، حاجیانو، ورزشکارانو او دولتي کارکونکو ته یو لړ اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

ذبیح الله مجاهد په دې اړه وايي: « په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ټولټال ۶۵۰ زره ۸۶۰ جلده عادي پاسپورټونه، ۳ زره ۳۴۵ سوداګریز پاسپورټونه او ۵۱۲ تحصیلي پاسپورټونه غوښتونکو ته وېشل شوي دي. همدارنګه د پاسپورټ په لوی ریاست کې د کاغذي تذکرو د تایید څانګه فعاله شوې، د کور تر دروازې په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټونو رسولو خدمات پيل شوي، سپین ږیرو، محصلینو، سوداګرو، ناروغانو، حاجیانو، معلولانو، ورزشکارانو او امارتي کارکوونکو ته د پاسپورټ وېشلو ځانګړې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.»

د احصائیې او معلوماتو ادارې بیا په دې موده کې دوه میلیونه برېښنايي پېژند پاڼې وېشلې دي چې د مجاهد په خبره، له ډلې یې ۵۰۰ زره پېژند پاڼې پر ښځو وېشل شوې دي.

نوموړی زیاتوي، په تېر یوه کال کې دکاغذي تذکرو د اصلاح په برخه کې ۱۳۹ زره کسانو ته حضوري او ۲۱۴ زره نورو ته یې انلاین خدمتونه وړاندې شوي.

مجاهد په دې اړه وايي: « شاوخوا دوه میلیونه الکټرونیکي تذکرې چې په کې ۱.۵ میلیونه نارینه وو او ۵۰۰ زره نورې ښځو ته وېشل شوې دي. په همدې موده کې، شاوخوا یو میلیون کاغذي تذکرې عادي خلکو او ۲۰ زره هم کوچیانو ته وېشل شوې دي.»

د اسلامي امارت ویاند دغه راز زیاته کړې چې یادې ادارې په دې موده کې ۱۲۶ زره د زیږون کارټونه او ۲۵ زره د مړینې پارچې (فوت کارت) هم ویشلې او خلکو ته یې د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د خدمتونو وړاندې کولو بهیر د لا چټکتیا په موخه، دکابل ښار په ګډون په یوشمېر سترو ښارونو کې د اسان خدمت مرکزونه هم فعال شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist