Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د ۵۵ میلیون ډالرو بشري مرسته اعلان کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/30

د افغانستان پکتیکا او خوست ولایتونو د زلزلو له قربانیانو او ټپیانو سره د امریکامتحده ایالتو د ۵۵ میلیون ډالررو بشري مرسته اعلان کړې ده

د یاد هېواد  بهرنیو چارو وزارت وزیر انټونیو بلېنکن ویلي، چې دا مرسته یوازې د زلزلې قربانیانو لپاره ده.

هغه زیاته کړې:« د امریکا متحده ایالات به د جون د ۲۲ نیټې له زلزله ځپلو افغانانو سره نږدې ۵۵ میلیونه ډالر بشري مرسته وکړي.» 

پيښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت  ویاند نسیم حقاني بیا وايي، دوی اړمنو کسانو ته مرسته رسولې او د مرستو  ډېره برخه يې د بې سرپناه خلکو لپاره د خوندي ځایونو او سرپناوو جوړولو ته ځانګړې کړې ده. 

هغه زیاته کړه:« تر اوسه پورې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوي دي. د دې خلکو ( زلزله ځپلو) لپاره د سرپناه جوړولو په موخه بودیجې ته اړتیا ده. ملي او نړیوالو موسسو،چې د مرستو کومې ژمنې کړي دي، هغو مرستو ته زلزله ځپلي په تمه دي،چې هغه راورسېږي او د هغوی د دایمي سرپنا غم وخوړل شي.» 

د چارو شنونکي د یادو مرستو په تړاو بیا وايې، د امریکا متحده ایالتو دوه ډوله مرستې اعلان کړې،چې  یوه برخه يې د  اوچا ادارې له لوري ویشل کیږي او بله  برخه مرسته یې له هغو پيسو ده، چې د امریکا متحده ایالتو حکومت له خوا کنګل اعلان شوې وې.

دوی په دې باور دي،چې دغه ډول مرستې باید په مستقیم ډول د افغانستان سرې میاشتې ټولنې سره شریکې شي. 

د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو سره د امریکا له متحده ایالتو سربېره، چین، قطر، ازبکستان، ایران، هند، پاکستان، ټایوان او سویلي کوریا هېوادونو نغدي او غیر نغدي مرستې کړي،چې تراوسه پورې یې نیمايي برخه هم اغیزمنو کورنیو ته نه دي رسیدلي.

د خوست او پکتیکا وروستۍ زلزله کې نږدې ۱۵۰۰ کسان مړه او له ۲ زرو زیات ټپيان شوي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist