مشرانو جرګه: له حکومت پرته د سولې خبرې بحران رامنځته کولی شي.
د مشرانو جرګې غړي وايي، د سولې روانې هڅې به طالبان پر حکومت او حکومت پر اپوزیسیون بدل کړي .
مشرانو جرګه انديښنه لري چې له افغان حکومت پرته د سولې هر ډول خبرې افغانستان بل بحران خوا ته وړي.
له دې سره ځینې سناتوران وايي، په ټوله هیواد کې ناامني زیاته شوې او که په همدې توګه دوام وکړي د جوزجان ولایت به د حکومت له کنټرول ووځي .
د جرګې ځینو غړو وویل د سولې په تړاو له طالبانو سره د ګاونډیو او سیمې هیوادونو خبرې افغان حکومت پر اپوزیسیون او مخالیفین پر حکومت د بدلولو مانا لري .
د جرګې رییس بیا وايي له طالبانو سره هغه مذاکرات چې افغان حکومت پهکې ګډون ونه لري افغانستان به پر بل بحران ورګډ کړي .
سناتورانو د افغان جګړې په تړاو په اسلام اباد کې د افغان او پاکستاني علماو جوړیدونکې غونډه د سولې په برخه کې ګټوره یاده کړه او د سولې عالي شورا دغه اقدام یې وستایه .
په ورته مهال ځینو بیا پر امنیتي وضیعت اندیښنه وښوده چې په وینا یې که وضعیت په همدې توګه دوام وکړي په شمال کې به ځینې ولایتونه سقوط شي .
مشرانو جرګې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې هغه ریپوټ ته توند غبرګون وښود او له غرض ډک یې وباله چې د ملي دفاع وزارت د سرپرست په تړاو یې خپور کړی دی .
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې د اسدالله خالد په تړاو داسې ریپوټ خپور کړی چې پکې نوموړی په جنګي جرمونو تورن پیژندل شوی دی .