Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/06

د هرات اوسېدونکي په دې ولایت کې د برېښنا پرچاوۍ له زیاتېدو شکایت کوي او وایي، د هوا له سختې ګرمۍ سره هم‌مهاله، د برېښنا دوامدارې پرچاوۍ د دوی ورځنی ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی.
دوی زیاتوي، د برېښنا نه شتوالي له امله نه یوازې د کورنیو وسایلو کارونه ټکنۍ شوې بلکې ماشومان او ناروغان هم د تودوخې له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
د هرات اوسېدونکی نصیر احمد وايي: « برېښنا ځي راځي او له امله یې زموږ برېښنايي وسایل سوځي. دا چې برېښنا سترګکونه وهي، یو ټلویزیون مې درلود هغه هم وسوځېد، بیا مې بل نه دی پېرلی.»

د هرات اوسېدونکی عارف وايي: « دې شپو ورځو کې برېښنا ډېره کمه شوې، خلک په تکلیف دي. زموږ یخچال څو ورځې کېږي چې همداسې پروت دی، ځکه برېښنا نه لرو.»
په ورته مهال، هرات کې یو شمېر هټۍوال وایي، د برېښنا پرچاوي زیاتوالي له امله تر ډېره اوسېدونکو د سولرو یا لمریزې برېښنا په مټ جوړو شویو برېښنايي توکو ته مخه کړې.  
هټۍوال وحید احمد وايي: « دا چې له بده مرغه موږ ثابته برېښنا نه لرو، نو تر ډېره له دې سولري کولرونو ګټه اخلو. هغه کسان چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی، هغوی بیا د سولر تختو ترڅنګ، بېټرۍ هم اخلي، ترڅو د شپې هم ترې ګټه واخلي.»
هرات ته د اړتیا وړ برېښنا له ترکمنستان او ایران هېوادونو څخه واردیږي.  د دې ولایت برېښنا ریاست مسوولین وایي، ورځ تر بلې یې د پېرودونکو شمېر زیاتېدو او د ګرمۍ موسم کې له برېښنا څخه د خلګو ګټې اخستنې کچې زیاتوالي له امله اړ دي چې د خلکو اړتیاوو پوره کولو لپاره هرو ۲۴ ساعتونو کې څلور ساعته پرچاوي رامنځته کړي.
د هرات برېښنا ریاست عملیاتي مرستیال سیف الله اسحاقزی وايي: « پر شبکو د اضافي بار کمولو او د خلکو لپاره د انرژۍ چمتوو کولو او همدارنګه د خپلو تأسیساتو د بار کمولو لپاره، پرچاوي رامنځته کوو. موږ دا مهال هرات ولایت کې د هرو ۲۴ ساعتونو په موده کې ۴ ساعته پرچاوي لرو.»
د هرات برېښنا ریاست مسوولینو د معلوماتو له مخې، دا ریاست اوس مهال ۳۵۰ زره پېرېدونکي لري او هره ورځ هم له ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ نور هغه ور زیاتیږي چې د پرچاوۍ زیاتېدو  امکانات یې هم زیات شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist