تخار هغه ولایت دی چې له ګاونډیو هېوادونو سره ګډې پولې یې د امنیت، په ناقانونه توګه د کانونو استخراج او د اوسېدونکو د ژوند وضعیت په اړه یې بېلابېلې پوښتنې موجود دي. په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیو له بېلابېلو اړخونو دې مسایلو ته د خلکو پام ور اړولی، خو د تخار والي له شمشاد سره په ځانګړې مرکه کې د دغو موضوعاتو په اړه رامنځته شوې اندېښنې بې بنسټه بللې دي.
تخار والي مولوي سمیع الله حزب الله وايي: « د تخار ولایت امنیت پوره تأمین دی او د خلکو ستونزو ته رسېدنه کېږي. زموږ د ولایت دروازه ټوله ورځ د خلکو پرمخ خلاصه ده او هرڅوک چې څه ستونزه لري، په هماغه ورځ یې تر موږ رسولی شي. په ټوله کې د تخار وضعیت ښه دی او څه ستونزه نه شته.»
د تخار والي د دې ولایت د کانونو د استخراج په اړه وایي چې د تخار کانونه په قانوني ډول استخراجېږي او پر استخراج یې جدي څارنه کېږي. نوموړی ډاډ ورکوي چې د پخوا په څېر به د کانونو د ناقانونه استخراج پر وړاندې به له سرغړونکو سره قانوني چلن وکړي.
مولوي حزب الله په دې اړه وايي: « د دې لپاره بېلابېلې کمېټې او څار شته او د هر شرکت څارنه کوي. موده وړاندې دلته یوڅو غیر قانوني شرکتونه وو، خو موږ هغوی ټول وتړل او اوس د کانونو استخراج له اصولو سره سم، پرمخ وړل کېږي. دلته اوس خودسره شرکتونه نه شته او ټول د حکومت تر کنټرول لاندې دي.»
مولوي سمیع الله حزب الله په دې مرکه کې سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو خبر ورکوي او د هغوی لپاره د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي. نوموړی زیاتوي، د اوبو مدیریت او د بندونو جوړولو لپاره یې ولایتي ادارو پلانونه او پروګرامونه چمتو کړي.
تخار والي زیاتوی: « تخار ولایت هم ډېرې اوبه لري او هم د بندونو جوړولو لپاره ډېر ځایونه. تر ټولو مهم ځای د ورسج سیمه ده چې ډېرې اوبه لري. موږ دا موضوع له ملا برادر اخوند سره شریکه کړې او له موږ سره یې ژمنه وکړه چې د ورسج بند به ډېر ژر جوړ شي. که څه هم زموږ برېښنا وارداتي ده، خو هڅې مو پیل کړې دي چې خپله برېښنا تولید کړو.»
نشه يي توکي یوه ناوړه پدیده ده چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې یې هر ډول کرکیله، تولید او قاچاق منع دی. د تخار والي هم وایي، په دې ولایت کې د نشه يي توکو کرکیله صفر شوې او هرڅوک چې دې کار ته لاس واچوي، د اسلامي امارت د مشر تابه د لارښوونو سره سم به ورسره قانوني چلن ترسره شي.
مولوي حزب الله په دې اړه وايي: « سږ کال په رستاق او ګلفګان ولسوالیو کې څه نا څه کوکنار کرل شوي وو، خو موږ له منځه یوړل. موږ تر ټولو ډېر نشه يي توکي نیولي او له منځه وړي. دا مواد د تخار تولید نه و بلکې له نورو ولایتونو او بهر څخه تخار ته راغلي وو.»
د تخار والي د دې ولایت د اوسېدونکو لپاره د کاري او تعلیمي فرصتونو رامنځته کېدو ډاډ ورکوي او په وینا یې د لا ډېرو کاري فرصتونو د برابرولو لپاره یې هڅې دوام لري.