د ملګروملتونو د بشر حقونو شورا ویلي، د راتلونکې جولای میاشتې په لومړۍ نیټه به په یوه بیړنۍ غونډه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په تړاو خبرې وکړي.
یادې شورا پرون پر خپله ټویټرپاڼه په یوه ټویټ کې ویلي، ناسته کې به د افغان ښځو او نجونو د اساسي او بشري حقونو پر موضوعاتو بحث وشي.
ملګري ملتونه داسې مهال دغه ناسته جوړوي،چې د اسلامي امارت له لوري افغان ښځو ته د کار او زده کړو حقوق نه ورکولو ګڼې نیوکې او اندیښنې را پارولې دي.
اخوا د افغانستان اسلامي امارت بیا دغه نیوکې ردوي او وايي،د ټولنې هر وګړي ته په افغانستان کې د هغوی حقوق ور رسیږي.