Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/05

ټاکل شوې چې د روانې زمري میاشتې په شلمه نېټه دکرنې او مالدارۍ خونې په نوښت په لومړي ځل په کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو نړیوال نندارتون جوړیږي چې د مسولانو په خبره، شپږ ورځې به دوام وکړي.

د دې نندارتون موخه نندارې ته دکورنیو تولیداتو د وړاندې کولو ترڅنګ، په یادو برخو کې د پانګونې جلب او همدا راز نړیوالو بازارونو ته د افغاني تولیداتو معرفي کول دي.

د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې رییس خان محمد فروتن وايي: « له دې نندارتون څخه زموږ موخه یوازې د افغانستان د محصولاتو معرفي کول نه دي بلکې د تجارت، صادراتو، پانګونې، تولیدوونکو ترمنځ همکاریو او د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره د اړیکو پراخولو لپاره د زمینې برابرول هم دي.

چارواکي وايي، په دې نندارتون کې به د روسیې، هند او ایران ترڅنګ، د ترکیې او ازبېک پانګوال هم ګډون وکړي او افغاني تولیداتو له کیفیت به له نږدې خبر شي.

په ورته مهال روسي پانګوال وايي، هوډ لري چې دکرنې په برخه کې به افغانستان کې پانګونه وکړي او موخه یې هم خلکو ته کارموندنه او د افغانستان اقتصادي وده ده.

یو تن روسي پانګوال ګور اکو پویچ وايي: « په افغانستان کې موږ سروې کړې او دې پایلې ته رسېدلي یو چې د افغانستان د کرنې برخه کې پانګونه وکړو او د دې ترڅنګ، په افغانستان کې د اوړو د تولید یوه فابریکه هم جوړه کړو.»

په ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو جوړولو ریاست وايي، دا نندارتون د کورنیو تولیداتو د کیفیت او تولیدي کچې په لوړولو کې مهم رول لري او په دې برخه کې به بهرنيو او کورنیو پانګونې ته زمینه برابره کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو جوړولو رییس یعقوب جاوید وايي: « دا نندارتون به د با کیفیته کورنیو توکو د معرفي کولو ترڅنګ، د تجروبو د تبادلې، د سوداګریزو همکاریو پراختیا، کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې هڅولو لپاره یو غوره فرصت وي.»

کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې چارواکو له خلکو وغوښتل چې د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو د ملاتړ په موخه په دې شپږ ورځیني نندارتون  کې ګډون وکړي.

دغه نندارتون چې د اسد یا زمري میاشتې په شلمه نېټه جوړیږي، شپږ ورځې به دوام وکړي او په ۵۰۰ غرفو کې به د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ تولیدات په کې نندارې ته وړاندې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist