Skip to content
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویاند احمد الله وثیق وايي، د دغه کمیسیون د هڅو په پایله کې نن اصف ننګ هېواد ته راغلی.
آصف ننګ په تېر حکومت کې د فراه ولایت د والي او د پوهنې د وزیر په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
وثیق وايي،د دوی هڅې دوام لري او نور شخصیتونه به هم نږدې راتلونکې کې راستانه شي.
وړمه ورځ د جنبش ګوند پخوانی قوماندان نظام الدین قیصاري هم هېواد ته راستون شوی وو.