Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ ولایت کې وچکالۍ د اوبو ژرندو فعالیت اغیزمن کړی 

admin by admin
2022/06/28

د  بلخ  ولايت  شولګرې  ولسوالۍ  کې اوس هم د غنمو اوړو کولو لپاره د اوبو ژرندې  کار اخېستل کېږي. 

هلته د اوبو ژرندې لرونکي وايي، د اوبو کمښت له امله یې د تېرو کلونو پرتله فعالیت کې ۸۰  سلنه کم والی راغلی دی.

شولګرې ولسوالۍ کې یو تن د ژرندې لرونکی وايي:« دوه، درې ورځې وار نه رسېده ځکه خلکو هم غنم درلودل او اوبو هم وې، خو اوس د اوبو کمښت دی او خپلې ستونزې لري.»

سره له دې چې په دې ولایت کې برېښنایي ژرندې ډېرې شوي او د اوبو ژرندو لرونکو کار یې اغیزمن کړی خو، یوشمېر کسانو چې د اوړو کولو له پاره د اوبو ژرندې ته غنم راوړي وايي، د اوبو ژرندو اوړه د برښنايي ژرندو پرتله ارزانه او کيفيت لرونکي دي.

په ورته وخت کې  د شولګرې ولسوالۍ  يو شمېرقومي مشران وايي، په دغه ولسوالۍ کې شااوخوا ۳۰ د اوبو ژرندې فعالیت لري،خو پر وینا یې د اوبو کمښت د ژرندو فعالیت پر وړاندې لویه  ننګونه ده. 

دوی له ځايي مسوولینو غواړي،چې د اوبو سربندونه دې جوړ کړي.

د شولګرې ولسوالۍ یو تن قومي مشر حاجي محمد   وايي:« شااوخوا ۲۰ یا ۲۵ ژرندې په شولګره کې شته. زه په خپلو ژرندو کې هم له ستونزو سره مخ یم. ملت نشي کولی چې د بندونو ستونزه هواره کړي او له دولته غواړو څو زموږ اوبو ستونزو ته پاملرنه وکړي.» 

په هېواد کې د اوبو ژرنده د غنمو او نورو غلو دانو د اوړه کولو لپاره هغه لرغونې وسيله ده،چې ګڼو لیرې پرتو سېمو کې ترې ګټه اخېستل کیږي،خو وچکالۍ د اوبو ژرندو لرونک کار اغیزمن کړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist