هارون وايي،دغه ټولې ورځې له ځورونو، ربړونو او شکنجو ډکې وې.
هارون زیاته کړه:« په جلال اباد کې زه دومره شکنجه شوم،چې ان له وهلو وروسته یې اجازه نه راکوله،چې کېنم. خو داسې وخت به راغی،چې وبه یې وویل، کینه، زه به ۱۱ دقیقو کې کیناستی نه شوم. له ډېر درده ودرېدی هم نه شوم. په ننګرهار کې چې زه د څومره وخت لپاره پاتې شوی یم، د ورځې او شپې ځړول شوی وم او څېړنې به وې. له څېړنې وروسته به وهل ول. کله به چې څېړنه نه وه، بیا به زه ځوړند وم.»
ګونتنامو ته هېڅ بشري اداره لاس رسی نه لري او یوازې د دوسیې د وضاحت او فشارونو کمولو لپاره یو نیم کال غذایي اعتصاب کوي،چې خواړه د پزې له لارې ورکول کیږي.
دغه راز هارون وايي، له ۱۵ کاله سختو ربړونو وروسته یې هم جرم ثابت نه شو.
هغه زیاته کړه:« زه د القاعدې غړی نه وم او نه یم. دوی چې کوم تورونه لګولي ول، په هغې اړه هېڅ ثبوت نه درلود. په اخري ځل، چې محکمې کې مې قضیه هم وګټله، د هغې دوسیې پایله هم همدا وه،چې دی د القاعده غړی نه دی او نه هم کومه اړیکه ورسره لري.»
اسدالله هارون د محکمې د حکم له امله، چې وړاندې یې برات ورکړی و،خوشې نه شو، بلکې د یوې هوکړې له مخې ازاد شو،خو ان په وروستۍ ورځ هم، د هغه انساني کرامت ته درناوی ونه شو.
هارون وایي،له دومره اوږدې ربړونې وروسته هم پر چا کار نه لري او غواړي، چې ارام پریښودل شي.
دغه راز اسدالله هارون وایي،اوږدو شکنجو او ربړونو یې خوب خراب کړی، روغتیا یې سمه نه ده او اړتیا ده، چې خپله درملنه وکړي.