د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ د یکشبنې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال چنګاښ پر ۵ مه» د اقتصادي کمېسیون ناسته ترسره شوه.
ناسته کې د هلمند نوشیروان مرمر ډبرو شرکت له لوري پر اوږدمهالې پانګونې، په مرکزي سیلو کې د زرګونو میټریک ټنه نخودو پر پروسس او همدارنګه د پاشدان بند د پاتې کارونو پر بشپړولو لازمې لارښوونې وشوې.
د اقتصادي کمېسیون دغه ناسته کې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا په موخه، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر پر مشرۍ د سوداګرو یو ګډ پلاوي ته لارښوونه وشوه، چې ازبکستان ته رسمي سفر وکړي.
اقتصادي کمېسیون همدا راز تر هراړخیزې ارزونې وروسته پر نویو جوړېدونکو تېل پمپونو د مایع ګاز او نفتو دولتي شرکت له لوري جوړ شوی توحیدي طرزالعمل هم د تطبیق وړ وباله.
د اقتصادي کمېسیون دغه ۲۶مه غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.