د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره خبرداری ورکړی دی،که د افغانستان سوېل ختیځ کې له زلزله ځپلو ولایتونو خوست او پکتیکا سره بېړنۍ مرستې ونه شي،هلته شته انسانان به له یو بل ناورین سره مخ شي.

یاده اداره وایي،اوس په برمل، ګیان او سپېره ولسواليو کې د دې امکان هم شته دی،چې د ککړو اوبو له امله ګڼې ناروغۍ رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو کډوالۍ ادارې په یادو درېیو ولسواليو کې د کېدونکو بشري مرستو د سمالښت او خلکو ته د ژر رسولو په موخه درې مرکزونه هم پرانېستي دي.

دغه راز یاده اداره زیاتوي، له زیانمنو کورنیو سره یې د کور د نورو توکو په ګډون د ۶ سوه خیمو او ۱۲ سوه کمپلو مرسته هم کړې ده.

د افغانستان په سویل ختیځ کې د چهارشبنې پر وررځ د رېښتر په کچه ۶.۱ درجې سخته زلزله وشوه،چې تر ټولو زیات تلفات یې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې اړولي دي.

د راپورونو له مخې، په دغې مرګونې زلزله کې له ۱۰۰۰ زیات کسان مړه، څه باندې ۱۵۰۰ کسان ژوبل او سلګونه کورونه یې نړولي دي.