Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له هغه اقدام هرکلی کړی چې پر یو شمیر طالب چارواکو یې د سفرونو لګېدلي بندیز معافیت غځولی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/23

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت  د ملګرو ملتونو امنیت شورا له هغې پریکړې هرکلی کړی دی،چې تازه یې د اسلامي امارت د یوشمیر مشرانو پر سفرونو لګیدلي بندیزونه  د دوو نورو میاشتو لپاره هم لرې کړل.

 بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل وايي، دا د افغانانو حق دی،چې بهرني سفرونه ولري او د دوحې هوکړې ژمنې له مخې باید د افغان چارواکو پر سفرونو لګیدلي بندیزونه د تل لپاره لرې شي. 

تکل زیاته کړه:« د ملګرو ملتونو دغه وروستی اقدام،چې د اسلامي امارت په یوشمیر لوړ رتبه غړو لګیدلي بندیزونه یې د څه وخت لپاره لرې کړي دي هرکلی کوي او دا خپل حق ګڼي چې دا بندیزونه لکه څنګه چې د دوحې په توافقنامه کې ژمنه شوې وه،د ټول وخت لپاره لرې شي.» 

خو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت مرستیال هغه دوه چارواکي دي،چې ترنامالوم وخته د دوی پر بهرنیو سفرنو تازه بندیزونه لګېدلي دي.

تکل  دغه بندیزونه فشار یادوي او زیاتوي،چې دغه ډول فشارونه ازمایل شوي او تکراري تجربې دي،چې پایله به ورنه کړي او ملګري ملتونه دې نور له یو اړخیزو قضاوتونو لاس واخلي.

تکل زیاته کړه:« په دوو نورو لوړرتبه غړو تازه بندیزونه لګول شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت پر اسلامي امارت دا ډول فشارونه بې ګټې او د ازمایل شویو ناکامو تجربو تکرار بولي،چې هیڅ نتیجه به ورنه کړي. اسلامي امارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه کوي،چې نور یو طرفه قضاوت ونه کړي او د افغانانو  حقوق ورکړي.» 

د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، د ملګرو ملتونو له لوري د لنډ مهال لپاره  د اسلامي امارت د یوشمیر چارواکو له سفرونو بندیزونه لرې کولو موخه د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ د شته ستونزو حل ده،چې باید په یاده موده کې پرې کار وشي.

خو  په ورخت کې دوی بیا وايي، د لوړو زده کړو پر سرپرست وزیر او د پوهنې وزارت پرمرستیال د تازه بندیزونو لګول اسلامي امارت ته د نړۍ ښکاره پیغام دی،چې پرهغو ټولو به نړیوال بندیزونه ولګول شي،چې افغانانو سره شخړې زیاتوي. 

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حمکت وايي:«دا په حقیقت کې د امنیت شورا یو مثبت ګام دی،ترڅو چې افغانانو او نړۍ له یوبل سره بحث ته داخل نه شي، د افغانستان ستونزه د حل لار نه شي موندلی. ولې په هغې برخې باندې چې د افغانانو د حقوقو تر پښولاندې کولو کې مستقیم لاس لري، خصوصآ د نجونو د ښوونځیو په بندولو کې د دوی دخالت واضع دی، پر هغو باندې بندیزونه په حقیقت کې د اسلامي امارت دمشرتابه هغې برخې ته واضع پیغام دی،چې غواړي افغانانو سره شخړې زیاتې کړي او د بشر حقوق تر پښولاندې کړي.  حقیقت دادی،چې ملګرو ملتونو بیا هم موقع ورکړېؤچې هغه ستونزې چې اسلامي امارت نه دي حل کړي حل یې کړي،چې په راتلونکي کې نه یوازې بندیزونه لرې شي،بلکې په امنیت شورا د اسلامي امارت استازی هم ځای ولري او موږ به رسمي مشروعیت هم پیدا کړو.» 

له هغې وروسته،چې په دوحه کې اسلامي امارت ته سیاسي دفتر پرانېستل شو له امریکا سره د مذاکراتو لپار یې پر ځینو مشرانو د سفرونو بندیزونه هم لرې شول،خو په دې وروستیو کې د بشري حقونو  د نړیوالو ادارو له  لوري غوښتنه داوه،چې باید یوځل بیا د اسلامي امارت د چارواکو پر سفرونو بندیزونه ولګول شي،خو برعکس درې میاشتې بیا وخت ورکړل شول،چې د اسلامي امارت چارواکي کولای شي،رسمي سفرونه وکړي،خو اوس دغه وخت هم په پایته رسیدو دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026

وروستي خبرونه

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist