Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/23

کابل؛ د افغانستان پلازمېنې هغه ستر ښکلی ښار چې شاوخوا ۶ میلیونه وګړي په کې ژوند کوي.

په دې ښار کې ډېری وخت هېوادوال د موټرو د زیاتوالي، لاربندۍ، بېځایه د موټرو درېدل هغه ستونزې یادوي چې په خبره یې تر دې دمه د دې ستونزې حل ته منظمه حل لاره نه وه موندل شوې او له همدې امله خپلو دندو او چارو ته پر وخت نه شو رسېدلی.

د همدې ستونزو د هواري په موخه، کابل ښاروالۍ د ښار په بېلابېلو برخو کې د هوايي پلونو د جوړولو چارې پیل کړې دي.

د ښاروالۍ مسوولین د ښار په بېلابېلو برخو کې د هوایي پلونو د کاري چارو له چټکېدو خبر ورکوی.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی وايي: « د برکي هوايي پل چې تېر کال یې چارې پيل شوې وې، اوس یې د زېر ګذر چارې ۸۵ سلنه او د هوايي پله چارې شاوخوا ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي. زموږ د کاري پلان له مخې باید دا پل په دوو کالو کې بشپړ شي، یانې د ۱۴۰۶ کال د غوايي یا ثور په میاشت کې باید ګټه اخستنې ته وسپارل شي. همدارنګه د سالنګ واټ پل کارونه هم ۶۰ سلنه پرمخ تللي دي.»

په ورته مهال، کابل مېشتي د کابل ښاروالۍ له روانو فعالیتونو خوښي څرګندوي او له ښاروالۍ غواړي چې د هوايي پلونو ترڅنګ، نورې بنسټیزې او پراختیايي پروژې هم پلې کړي، ترڅوپه دې برخه کې د خلکو لومړنیو ستونزو ته رسېدنه وشي.

د کابل ښار اوسېدونکی حسین احمد وايي: « د ښاروالۍ له مسوولینو مننه کوو چې دا پلونه جوړوي، له دې سره به بیروبار کم شي. بله ښه خبره دا ده چې په دې پلونو کې ډېرو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې.»

د کابل اوسېدنکی شاکرالله وايي: « ښاروالۍ ډېر ښه کارونه روان کړي او خلک ترې راضي دي. باید دا ډول پروژې لا ډېرې او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د کابل ښاروالۍ له خوا د نجات څلي په ساحه کې د جوړېدونکي هوایي پله مسوولین وایي، اوس مهال د یاد هوايي پل د جوړېدو په چارو کې له ۱۵۰څخه تر۱۸۰ تنو کارګران په کار بوخت دي چې له دې سره یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د دې پروژې مسوول احسان الله ناصري وايي: « په دې سره به زموږ هېوادوالو ته په تګ راتګ کې ډېره اسانتیا رامنځته شي. موږ د دې پله کارونه تازه پيل کړي او هوډ لرو چې له راکړل شوي وخت وړاندې یې بشپړه کړو. په دې پروژه کې له موږ سره  اوسمهال تر ۱۸۰ تنو پورې کار کوي.»

د کابل ښاروالۍ د مسوولینو په خبره، ټاکل شوې نږدې راتلونکي کې د هنګرونو شهید څلور لارې، د کابل هوايي ډګر څلور لارې او دغه راز د پنځمې حوزې د کمپنۍ په څلور لارې کې هم د پلونو جوړولو چارې پيل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist