Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بښنې نړیوال سازمان: د افغان کډوالو پر وړاندې دې تاوتریخوالی بند شي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/22

د جون ۲۰ مه هر کال د کډوالو نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي،چې سږکال د همدې ورځې په مناسبت د بښنې نړیوال سازمان، په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ یاد کړی دی.

په خبرپاڼه کې د ځینو هېوادونو نومونه اخیستل شوي، چې افغان کډوال په کې خپلو حقونو ته لاسرسی نه لري، ځورول کیږي او په زور شړل کیږي.

یاد سازمان ویلي، چې د افغان کډوالو  پر وړاندې دې تاوتریخوالی بند شي.

د بښنې نړیوال سازمان د خبرپاڼې یوه برخه:«له بده مرغه په ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکیې او مالیزیا کې ګڼ افغان کډوال د نړیوالو قوانینو له مخې له خپلو حقونو برخمن نه دي. هغوی سره تاوتریخوالی او بد چلن کېږي او بېرته افغانستان ته په زور استول کېږي.» 

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالې ادارې هم د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او له دوی سره یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

یادې ادارې زیاته کړې:« د نورو پناه غوښتونکو په ګډون ۴ میلیونه افغانان له خپل هېواده بهر ملاتړ ته اړتیا لري. افغانستان کې د بشري مرستو د فعالیتونو کچه کمه شوې ده.» 

د نړیوالو راپورنو پر بنسټ، په وروستیو لسو میاشتو کې نا امنۍ او بې وزلۍ لسګونه زره افغانان جلا وطنۍ ته اړ کړي،چې یوازې دوه نیم سوه زره کسان پاکستان ته تللي، تر دې زیات نور ایران او یو شمیر اروپايي هېوادونو ته وتلي دي. 

خو اسلامي امارت بیا تازه ویلي، په یاده موده کې اووه سوه زره افغانان هېواد ته راګرځیدلي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کډوالو سترې کمېشنرۍ پاکستان کې د افغان کډوالو روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې
افغانستان

پاکستان د افغان کډوالو د جبري اخراج نوی پړاو پیل کړ

نوومبر 2, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

افغان لوبډلې د هانګ کانګ شپږ اوریز کرېکټ لیګ اتلولي وګټله

افغان لوبډلې د هانګ کانګ شپږ اوریز کرېکټ لیګ اتلولي وګټله

نوومبر 2, 2026
د کډوالو سترې کمېشنرۍ پاکستان کې د افغان کډوالو روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

پاکستان د افغان کډوالو د جبري اخراج نوی پړاو پیل کړ

نوومبر 2, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist