Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ

جرمني یوځل بیا له خپلې خاورې د مجرمو افغان وګړو پر شړلو ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/23

د اسلامي امارت له بیا ځل حاکمیت وروسته، ډېری افغانان نورو هېوادونو ته د بېلابېلو لاملونو له امله کډوال شول چې لوړه برخه یې په ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې ژوند کوي.

اوسمهال د نړۍ په هر هېواد کې د افغان کډوالو وضعیت تر ډېره سخت شوی او له ګاونډیو هېوادونو سربېره، د سیمې او نړۍ له هېوادونو څخه یې په بېلابېلو بهانو د شړلو خبرونه ورځ تر بلې زیاتيږي.

تازه ځینو بهرنیو رسنیو د جرمني کورنیو چارو وزیر له قوله خبر کې ویلي چې نوموړي د هغو افغان کډوالو د ایستلو پروسې پر چټکولو ټینګار کړی چې په یاد هېواد کې په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل دي.

دغه بحث وروسته له هغه بیاځل راپورته شوی چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرېنټ په ټرایر ښار کې پر یوه محصل له مرګوني برید وروسته یو ځل بیا ټینګار کړی چې جرمني به د مجرمو افغانانو  د شړلو لړۍ روانه وساتي.

د جرمني کورنو چارو وزیر ویلي: « زما په نظر دا لا هم یو حتمي او ضروري اقدام دی او زه به هڅې روانې وساتم چې افغانستان او ورته هېوادونو ته د مجرمو کسانو د ایستلو پروسه نوره هم پراخه او چټکه کړم.»

ډوبرېنټ چې د  سوسیال مسیحي ګوند غړی دی او دغه ګوند د سختو امنیتي تګلارو، کډوالۍ د کنټرول، د قانون د حاکمیت او د دودیزو ارزښتونو په ساتلو کې فعاله ونډه لري؛

تېره ورځ یې په برلین کې خبریالانو ته په یوه کنفرانس کې د مبالغې په ډول ویلي چې جرمني هغه هېواد نه دی چې د رواني ناروغانو د صدمو مسوولیتونه هر ځل پر غاړه واخلي.

الکساندر ډوبرېنټ زیاته کړې: « موږ دلته د نړۍ هغه ځای نه یو چې د ټولو رواني ناروغانو او د ټولو رواني ستونزو او صدمو مسوولیت پر غاړه واخلو، دا خبره مې لږ په مبالغې ډول وکړه.»

په دې راپور کې د نوموړي له قوله راغلي چې ټولنې حق لري په ښکاره ډول مجرمان له خپلو خاورو وباسي.

که څه هم تازه اسلامي امارت د دې موضوع په تړاو څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې په ځلونو له هېوادونو غوښتي چې افغانانو ته وخت ورکړي، ترڅو په خپله خوښه له یادو هېوادونو را ووځي او بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

د کډوالو حقونو یوشمېر مدافعان

د کډوالو حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « د پناه غوښتنې حق یو نړیوال حق دی، خو دا حق د کوربه هېواد د قوانینو له رعایتولو سره غوټه شوی. په اوسنیو شرایطو کې قناعت بښوونکې پالیسي دا ده چې کوربه هېوادونه د خپلو وګړو ساتنې حق او د بشري حقونو د ژمنو ترمنځ تعادل وساتي.»

د جرمني هېواد  له لوري د کډوالو ایستلو خبره بیا ځل داسې مهال مطرح کېږي چې د راپورونو له مخې، یو ۲۲ کلن محصل تېره چهارشنبه په ټرایر ښار کې د پوهنتون ترڅنګ په چاقو وهل شوی او وژل شوی دی.

د برید شکمن کس هم ۲۲ کلن افغان وګړی یاد شوی. ویل کېږي چې هغه د نامعلوم دلیل له مخې په عام سړک کې د پخلنځي په چاقو دوه ځلې د محصل د بدن پر پورتنۍ برخه ګوزارونه کړي او وژلی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist