Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیادت: افغانستان سره د سوداګرۍ لا ښه کېدو لپاره باید افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي

سیادت: افغانستان سره د سوداګرۍ لا ښه کېدو لپاره باید افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/22

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تر تړلي پاتې کېدو وروسته، د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره مناسب فرصت رامنځته شوی دی.

د محمود سیادت په خبره، له دې فرصت څخه د مناسبې ګټه اخستنې لپاره باید افغان سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

هغه دغه څرګندونې د ایران د کرمان ښار په هغه غونډه کې کړې چې د افغانانو د کار او پانګونې پر وړاندې د شته ستونزو د ارزونې لپاره جوړه شوې وه.

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګریزې خونې مشر ویلي: « تاسو خبر یاست چې له تېرې څه مودې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې تړل شوې دي. دا څه هم کولی شي د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګرۍ د پراختیا لپاره لا مناسب فرصتونه ډېر کړي، خو اړتیا هم لېدل کېږي چې افغان سوداګرو ته لازمي اسانتیاوې برابرې شي.»

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګریزې خونې مشر همدارنګه ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تر تړل کېدو وروسته د ایران لپاره ښه فرصت برابر شوی و چې د افغانستان په بازار کې خپل سوداګریز حضور پیاوړی کړي، خو له دې فرصت څخه تر ټولو ډېره ګټه اوزبېکستان  وکړه او افغانستان ته یې صادرات ۴۱ سلنه زیات کړل.

د محمود سیادت په خبره، اوس ایران د افغان سوداګرو لپاره د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو مناسب مقصد ګرځېدلی.

سیادت دغه راز ویلي: « د افغانستان او پاکستان له سوداګریز پرېکون وروسته، د ایران لپاره هم ښه فرصت برابر شوی چې د افغانستان په بازارونو کې خپل سوداګریز حضور لا پیاوړی کړي؛ خو موږ ګورو چې په افغانستان کې له اوسني فرصت څخه تر ټولو ډېره ګټه اوزبېکستان واخسته او له دې هېواد سره یې صادرات ۴۱سلنته زیات کړل.»

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګریزې خونې مشر زیاته کړې چې د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول، د کار او فعالیت جوازونو په ورکړه کې اسانتیا، د وېزو او استوګنې اړوند ستونزو هوارول او د بهرنیو سوداګرو لپاره د ځانګړو دفترونو جوړول کولی شي په ایران کې د افغان سوداګرو د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو زمینه لا پیاوړې کړي.

سیادت دا هم ویلي، که څه هم په سیمه کې وروستیو جګړو او د فارس خلیج د سوداګریزو لارو ګډوډیو د ایران پر سوداګرۍ اغېز کړی، خو د دواړه هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره لاهم د پام وړ فرصتونه شته.

افغان سوداګر عبدالجبار ساپی وايي: « ریښتیا هم افغانستان د دوی لپاره ښه فرصت دی. دا خبره هم سمه ده چې د ایران لارې د افغانستان لپاره هم ښه فرصت دی او زموږ مالونه په ټاکلي وخت را رسېږي. له ایران څخه زموږ واردات اوس له درېیو میلیاردو اوښتي.»

افغان سوداګر حاجي میرویس حاجي زاده وايي: « د افغانستان او ایران حکومتونو سوداګرو ته فرصتونه رامنځته کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت زیات شو. د افغانستان او ایران ترمنځ ګډه پوله او بنادر یوه ورځ هم نه دي تړل شوي، دا خپله یو اطمینان دی چې سوداګر کولی شي خپل توکي په ډاډه زړه وارد او صادر کړي.»

په ورته مهال، د افغانستان او ایران د ګډې خونې مشر کمال الدین توحید د هېواد  خصوصي سکټور د استازو د یوه پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په لسمه غونډه کې د ګډون په موخه تهران ته سفر کړی.

دا غونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه جوړېږي چې په کې به د پانګونې فرصتونه او د افغانستان د بازار ظرفیتونه ایراني پانګوالو او اقتصادي فعالانو ته معرفي شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist