Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د سېکانو پر معبد برید  پر کوردننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي

admin by admin
2022/06/19

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ( یوناما)  د کابل په کارتې پروان کې د سېکانو پر معبد برید غندلی او د لږکیو د خوندېتوب غوښتنه یې کړې ده.

یوناما زیاته کړې:«په کابل کې د سیکانو پر يوه معبد ننی بريد،چې د راپورونو پراساس يې زياته مرګ ژوبله رامنځته کړې په کلکو ټکو غندو. پر ملکيانو بريدونه بايد په سملاسي توګه ودرول شي. يوناما د سیکانو، صوفيانو او هزاره افغانانو په ګډون د ټولو لږکيو د خونديتوب غوښتنه کوي.» 

پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغان هندوانو او سېکانو سره خپله خواخوږي ښودلې او د دغه برید عاملین یې د افغانستان دښمنان بللي دي.

کرزي زیاته کړې:« د اهل هنود او سیک هېوادوالو پر معبد ترهګریز برید پر کلکو ټکو غندم، د دغه برید عاملین د هېواد د سولې او ثبات او ګرانو هېوادوالو، دښمنان دي.» 

د مخکېني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر  ډاکټر عبدالله عبدالله هم، پر خپله ټویټر پاڼه، سیکانو ته تسلیت ویلی او د برید غندنه یې کړې ده.

 هغه زیاته کړې:« د کابل په کارته پروان کې زموږ د سیکانو هېوادوالو پر عبادتځای ناځوانمردانه برید پر کلکه غندم. په دې سختو حالاتو کې د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایم.» 

د مخکېني حکومت د مشرانو جرګې غړې انار کلي هنریار د دغه برید په اړه بیا داسې وايي:« جنګي جنایت، بشر ضد، وحشیانه برید، دا هماغه کلمې او جملې دي، چې د شلو کالو په اوږدو کې تکراریږي. بلاخره د دغو بریدونو عاملین  د کومې ترهګریزې ډلې دي، چې د بې وزلو، بیچاره و او له بې غرضو خلکو قرباني اخلي.» 

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دغه برید غندنه کړې او ډاډ یې یې ورکړی، چې عاملین به یې سخت مجازات کړي.

هغه زیاتوي:« اسلامي امارت په کابل کې د افغان ولس د دښمنانو لخوا د اهل هنود هېوادوالو عبادتګاه په نښه کول پر کلکو ټکو غندي. اسلامي امارت د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او د دې جنایت د عاملینو د پېژندنې او مجازاتو لپاره د جدي اقداماتو ډاډ ورکوي.» 

له افغان سیاسیونو او حکومت سربېره ګڼو نړیوالو بنسټونو او سیاسي څیرو کابل کې د سیکانو پر معبد برید غندلی او د بې ګناه وګړو په نښه کول یې بشري جنایت یاد کړی دی. دغه برید کې  د دوه بریدګرو په ګډون یو افغان سیک او یو طالب سرتیری وژل شوي او اووه نور ملکي وګړي ټپیان دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist