د کډوالۍ نړیوال سازمان(آیاواېم) په تازه راپور کې له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو ارقام خپاره کړي.
د دغو ارقامو له مخې، د ۲۰۲۳زېږدیز کال له سپټمبر د روان کال د جون تر وروستۍ نېټې پورې، څه باندې دوه نیم میلیونه افغان کډوال د تورخم، بهرامچې او چمن له لارې هېواد ته راستانه او یا را اړول شوي دي.
سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې، د تېر زېږدیز کال د اپرېل له لومړۍ نېټې تر دې دمه بیا څه باندې یونیم میلیون تنه راستانه شوي چې له ډلې یې څه باندې ۲۰۰ زره چې د یاد شمېر ۱۳سلنه کیږي، په زوره را اړول شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي: « په ټوله کې د ۲۰۲۳زېږدیز کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۳۰مې پورې، دوه میلیونه، ۵۴۶ زره او ۱۸۰ کسان راستانه شوي دي.»
د کډوالۍ نړیوال سازمان په دې راپور کې چې د تېرې جون میاشتې له ۱۶مې د همدې میاشتې تر ۳۰مې پورې د راستنو شویو کډوالو شمېر رانغاړي، زیاته کړې چې په دې موده کې ټولټال ۱۷۰۹ کورنۍ چې د غړیو شمېر یې څه باندې ۳۹زره کسان کیږي، هېواد ته راګرځېدلي دي.
راپور کې د راستنو شویو کسانو د راتګ اصلي لامل د پاکساني پولیسو له خوا نیول کېدل، د کرښې دې غاړې ته د کورنیو له نورو غړیو سره یوځای کېدل او ورسره د مرستو ترسره کېدل ښودل شوي.
د کډوالو د ټولیزو وروستيو شمېرو په تړاو مو وغوښتل د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو له بیا بیا اړیکو سره یې ویاند خپل نظر شریک نه کړ.
د کډوالۍ نړیوال سازمان له خوا د اعلان شویو شمېرو په خلاف، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې او دلته د کډوالو وزارت شمېرې، له دې ډېرې لوړې دي.
د اټکلي شمېرو له مخې، له ۲۰۲۳زېږدیز کال راهیسې تر دې دمه شاوخوا ۶ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي چې په دې کې ډېره برخه یې له پاکستان راغلي.
د کډوالو حقونو فعال عبدالرازق عدیل وايي: « د دې لپاره چې دا معامله د ټولو په ګټه تمامه شي، نه باید دېته یوازې د اخراج د یوې لړۍ په توګه وکتل شي. اساسي حل لاره باید پر درېیو تګلارو متمرکزه وي چې په جبري توګه د کډوالو نه شړل یې لومړی هغه دی.»
د کډوالو د حقونو فعالان بیا د تېر په څېر د کډوالو د راستنولو په برخه کې له کوربه هېوادونو څخه د انساني چلن او د نړیوالو معیارونو د مراعتولو غوښتنه کوي.
د کډوالو د حقونو چارو فعال علیرضا کریمي وايي: « که چېرې قانوني چوکاټ ورته جوړ نه شي، ښايي د کډوالو راستنول زیات او ستونزې هم ورسره زیاتې شي.»
دا هرڅه داسې مهال دي چې لا هم له ایران او په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه روانه ده.
تازه د جولای له لسمې نېټې څخه په دې هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو پروسه هم پیل شوې چې د راپورونو له مخې، زرګونه کسان تر دې دمه نیول شوي دي.