Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

فضل الرحمن: پر افغانستان د امریکا یرغل ته پاکستان زمینه برابره کړې وه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/22

په پاکستان کې د سیاستوالو او د دې هېواد د پوځي رژیم ترمنځ ناندرۍ راپورته شوې. د کتوونکو په باور، اوس د پاکستان سیاسي مشران په دې پوه شوي چې پوځ یې د نورو نیابتي جګړې پرمخ وړي او په بدل کې یې پیسې تر لاسه کوي.

تازه د پاکستان جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل فضل الرحمن هم ویلي چې دا پاکستان و چې پر افغانستان یې د امریکا یرغل او بریدونو ته زمینه برابره کړې وه.

مولانا فضل الرحمان زیاته کړې، د پاکستان پوځ د امریکا هغو الوتکو ته چې پر افغانستان یې هوايي بریدونه کول، د دې هېواد فضا په واک کې ورکړې وه.

مولانا فضل الرحمن دغه راز ویلي: « د پاکستان حکومت او پوځ امریکا ته دا زمینه برابره کړه چې پر افغانستان یرغل وکړي. امریکاي الوتکو به د پاکستان له فضا څخه پر افغانستان بریدونه کول.»

کارپوهان وايي، که څه هم د پاکستان سیاسي مشرانو د دې هېواد د پوځي رژیم په پېژندنه کې ناوخته کړې ده، خو بیا هم دا څرګندونې هغه حقایق دي چې د پاکستان پوځي رژیم اصلیت یې برملا کړی.

د دوی په خبره، پاکستانی پوځي رژیم  له خپلو ګاونډیانو سره د نورو په خوله نیاتبي جګړې کوي  او دا یوه ناکامه تجربه ده چې زیان به یې پاکتسان ته هم ورسیږي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « د پاکستان سیاسي مشران په دې موضوع ډېر ناوخته پوه شول. موږ افغانان او د پاکستان ولس له ډېرې پخوا پوهېدو چې د پاکستان پوځ پردۍ پروژې پرمخ وړلې او لاهم دا کار کوي. زه په دې باور یم چې دا د پاکستان لپاره یوه ډېره ناکامه تجربه ده. اړتیا ده چې پاکستان د یوه ګاونډي هېواد په توګه له افغانستان سره متمدنه رابطه ولري او د متقابل احترام پر بنیاد راشه درشه وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: « د افغانستان په نیمې پېړۍ ناخوالو کې د پاکستان ظالمانه ښکېلتیا خبره یا دا چې دوی دلته نیابتي او پردۍ جګړې راوړې دي او یا هم دا چې دوی یو خپلواک او مقتدر افغانستان نه غواړي، په دې خبرو د پاکستاني سیاستوالو اعتراف نوې خبرې نه ده او نه هم د دوی اخلاقي جرئت ښيي. په داسې وخت کې موږ ته له دې اعترافونو زده کړه په کار ده؛ موږ باید د پاکستان د کړنو به اړه خوش باوري ونه لرو، خپلې ملي ګټې راته لومړیتوب ولري او په کور دننه، سولې، ورورولۍ، زده کړو او پرمختګ ته کار وکړو.»

د چارو شنونکي بیا وايي، پاکستاني پوځ د خپل جوړښت له تاریخ تر دې دمه کرایي جګړې پرمخ وړې دي  او د پیسو په بدل کې یې په دې سیمه کې د نورو هېوادونو پروژې عملي کړې دي. د دوی په خبره، د پاکستان پوځ له دې کار موخه په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ خپرول او د سیمې هېوادونو نا امن ساتل دي.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « پاکستان د خپل پیدایښت راهیسې کرایې پوځ درلود او د نړۍ د ابر قدرتونو لپاره پروژې پلې کوي. په اوسني وخت کې د ډیورنډ کرښې په اړه له دوی سره د ځان غم دی او د همدې لپاره د نورو فرمایش اخلي. دوی پیسې اخلي، ترهګري خپروي او سیمه نا امنه کوي.»

د چارو ځینې نور شنونکی په دې باور دي چې نه یوازې  ۲۵ کاله پخوا پاکستان پر افغانستان د امریکا یرغل لپاره زمینه برابره کړې وه او خپله خاوره او فضا یې پر افغانانو د بریدونو لپاره امریکايي ځواکونو ته په واک کې ورکړې وه بلکې تر دې مهاله یې د افغاستان په تړاو خپلې سټراټیژۍ کې بدلون هم نه دی را وستی.

دوي وايي، افغانان باید د پاکستان دسیسو او نیابتي جګړو د مخنیوي لپاره له خپل نظام او حکومت  ملاتړ وکړي او پاکستان ته ښکاره کړي چې له خپلې خاورې او سیاسي هویت دفاع کوي.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي: « د افغانستان په اړه د پاکستان په سټراټیژۍ کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی. دوی د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهونه کوي، له نیابتي جګړو ملاتړ کوي او د سیمې لپاره تهدید دی.»

له دې وړاندې هم تل افغان چارواکو او افغانانو د پاکستان پوځي رژیم له ترهګریزو حرکتونو  او د افغانستان پر وړاندې یې له دسیسو او کړنو پرده پورته کړې وه، خو دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د یوه ستر سیاسي ګوند مشر، مولانا فضل الرحمان د دې هېواد د پوځ هغه کړنې بربنډوي چې د پیسو په بدل کې یې د افغانستان پر وړاندې ترسره کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist