Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نورستان کې د دوشنبې ورځې سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې

نورستان کې د دوشنبې ورځې سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/22

په نورستان کې د تېرې ورځې د شدیدو بارانو او را وتلو سېلابو له امله له ۱۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. 

سیمه ییز مسوولان وايي، دغو ویجاړوونکو سیلابونو تر دې دمه د ۲۳ کسانو ژوند اخیستی، ۸۰ تنه یې ژوبل کړي او لږ تر لږه ۱۰۰ نور تری تم دي. 

د مسوولانو په خبره، یادو سېلابونو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله او ویجاړی په مرکز پارون کې رامنځته کړی، خو له نورو سیمو هم د مالي او ځاني زیانونو راپورونه تر لاسه شوي دي.

د دې ترڅنګ، له پېښو سره مبارزې چمتووالي ادارې ویلي، د دوی د ټیمونو له لوري د زیانونو سروې او ارزونې بهیر روان دی او دغه راز په سیمه کې د ژغورنې او مرستې رسونې عملیات هم جریان لري.

په زیانمنو شویو سیمو کې د خلکو ژغورنې او د زیانونو سروې او ارزونې لپاره یې خپل مسلکي ټیمونه دې ولایت ته استولي دي.

پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت وايي: « د نورستان ولایت په مرکز پارون او شاوخوا سیمو کې سختو سېلابونو تر دې دمه ۲۳ تنه هېوادوال شهیدان کړي، د ۱۵ تنو مړي موندل شوي، ۸۰ تنه ژوبل شوي او شاوخوا ۱۰۰ تنه نور لادرک دي. همدارنګه ۷ بابه کورونه په بشپړ ډول او ۲۳ نور په نسبي ډول ویجاړ شوي، ۷۰ بابه دوکانونه او هټۍ له منځه تللي، ۴۰ عرادې لوی او کوچني موټر زیانمن شوي، ۱۱ هوټلونه په بشپړ او نسبي ډول ویجاړ شوي دي. دغه ارقام لومړني دي او د ژغورنې عملیاتو په دوام ښايي بدلون ومومي. له پېښو سره د مبارزۍ چمتووالي ادارې ولایتي ټیمونه له هماغه پيل څخه په سیمه کې حضور لري، د ژغورنې او مرستو رسونې عملیات پرمخ وړي.»

ځايي مسوولین هم مني چې د دې ناببره ویجاړونکو سېلابونو ډېر زیانونه د نورستان په مرکز کې اوښتي. سېلابونو په پارون کې د ښاروالۍ ریاست ودانۍ، مېلمستون، څو لوی او کوچني هوټلونه، مارکېټونه، هټۍ او د استوګنې یو شمېر کورونه يې هم ویجاړ کړي.

د نورستان مرستیال والي مولوي فیصل مختار وايي: « د نورستان د مرکز پارون ښار پر مرکزي سیمو تر ټولو سخت سېلاب راغلی، داسې چې د نورستان په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی. زموږ د مرکزي بازار هوټلونه، د ښاروالۍ ودانۍ، مارکېټونه او د ښاروال دفتر یې ټول له منځه وړي. کله چې د کار فرصت پيدا شو، زه، زمو والي صاحب، ملکي او نظامي مامورین او عام خلک ټول راغلي او د خلکو په ژغورلو بوخت دي. تر اوسه پورې د ۱۷ تنو شهیدانو جسدونه پیدا شوي دي.»

ځايي اوسېدونکي له حکومت، مرستندویه ټولنو او ملي سوداګرو غواړي چې په دې سخت وخت کې د نورستان د خلکو مرسته او ملاتړ وکړي.

د نورستان یو تن اوسېدونکی وايي: « دلته زموږ کارګران په کار بوخت وو، دری منزله کور نړېدلی او کارګران ترې لاندې دي. ځینو یې ځان ژغورلی خو دری یا څلور کسان ترې لاندې پاتې دي.»

د نورستان یو بل اوسېدونکی وايي: « له حکومتي چارواکو زموږ هیله او غوښتنه دا ده چې هر څومره ژر کېږي، نورستان ته دې خپل ټیمونه راواستوي او د خلکو مرسته دې وکړي. دغه کار د ولسي خلکو له وس بره خبره ده.»

افغانستان چې د اقلیمي بدلونونو په رامنځته کولو او د ګل خانه يي ګازاتو په تولید کې هېڅ ونډه نه لري، خو د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له اړخه د ډېرو زیانګالو او اغېزمنو هېوادونو د لېست په سر کې ځای لري.

که څه هم د دې هېواد  ډېری ولایتونه شدیدې وچکالۍ ځپلي، خو له بلې خوا په کې بې‌وخته درانه ورښتونه د سېلابونو راوتو لامل ګرځي او عامو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، افغانستان کې د روان کال له اپرېل میاشتې راهیسې ورښتونو او سېلابونو له شاوخوا ۱۵۰ تنو ژوند اخستی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist