Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: که اسلامي هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني ملاتړ دې وکړي 

مجاهد: افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د بشر حقونو سازمان راپور بې اساسه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/18

د بشري حقونو نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې اندیښنه ښودلې وه،چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ښه نه دی او که وضعیت په همدې توګه دوام وکړي،لا به خراب شي.

د بشر حقونو سازمان د نجونو زده کړو او ښځو د کار موضوع ته هم اشاره کړې وه،چې په افغانستان کې پرې بندیزونه لګیدلي دي او همدا راز ماشومان د اقتصادي ستونزو له امله درانه کارونه کوي .

خود افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، نه یوازې دا چې بشري حقونو وضیعت نه دی خراب شوی،بلکې د تیر پرتله ښه شوی دی.

 مجاهد وايي، د تیر کال پرتله بشري حقونو وضعیت څو برابره ښه دی،خلک نه وژل کیږي، بې ګناه زندانونو ته نه ځي، پر کورونو بمبار او چاپې نشته دی او د ښځو او ماشومانو ژوند خوندي دی.

 مجاهد  زیاته کړه:« اسلامي امارت هغه ادعاوې ردوي،چې ګواکې په افغانستان کې  د بشر حقوق ضایع شوي او یا  د بشر حقون نه ورکول کېږي. اصلي موضوع دا ده، که چېرې تاسې د تېر کال دې ورځو د بشر حقوق پرتله کړئ، ډېر توپیر لري. تېر کال دلته د خلکو ژوند اهمیت نه درلود. د خلکو پر کورونو بمبارونه کېدل. خلک بې ګناه زندانونو ته وړل  کېدل. زرګونه افغانان په زندانونو کې ول. هغه د بشر حقونه ډېر ضایع کېدل، د هغوی  ماشومان، ښځې او کورنۍ په ماتم ناستې وي. اوس داسې هېڅ نه لرو، بغیر له مجرمینو بل داسې زنداني نه لرو. د خلکو امنیت خوندي دی. لویو لارو کې تګ راتګ په اسانۍ کېږي.» 

سیاسي فعال استاد طاهر بیا  وايي، د ډاډمن امنیت احساس کوي او باوري دی،چې افغانستان کې انساني حقونه خوندي دي.

هغه زیاته کړه:« زه له هغې ورځې چې کابل ته راغلی یم، داسې فکر کوم،لکه د داوود خان په وخت کې چې ژوند کوم. هغه وخت زورواکي نه وه، انسانان ازاد وو، د خبرو حق یې درلود، هر لوري ته بې له دې چې څوک مو راوګرځوي، تللی شو. اوس چې افغانستان ته راغلی یم،هماغسې فکر کوم. بشر حقونه تر پښو لاندې نه دي شوي، بلکې رعایت کېږي.» 

له هغې وروسته چې امریکا او متحدین یې له افغانستان ووتل، د افغانستان مخکینی حکومت رانسکور شو او اسلامي امارت واک ته ورسید نړیوالو له افغانستان سره هرډول پریکون اعلان کړ او د افغانستان اوسني وضعیت پروړاندې یې خپله رسنیزه جګړه توده ساتلې او اوس یې تازه د بشري حقونو په تړاو ریپوټ خپور کړی چې ګنې افغانستان کې دبشري حقونو وضیعت ښه نه دی هغه چې اسلامي امارت په کلکه رد کړی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026

وروستي خبرونه

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist