Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/21

اسد الله چې تازه له کډوالۍ راستون شوی او اوس ورسره د یوې خیریه موسسې له خوا مرسته شوې، وایي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او ځورول تر بل هر وخت چټک شوي دي.

د هغه په خبره، دوی په داسې حال کې هېواد ته را ستانه شول چې د روزګار وسایل ترې پاتې شول او ان د کور د انتقال لپاره یې هم مالي امکانات نه درلودل.

اسدالله زیاتوي چې د پاکستان حکومت ورته دومره موقع هم ورنه کړه چې خپل روزګار او له خلکو سره شته حساب کتاب راټول کړي.

له پاکستان را ستون شوی کډوال اسد الله وايي: « د پاکستان پولیسو د شپې زموږ په کورونو چاپې وهلې او نیولو یې. له موږ څخه هرڅه پاتې شول. تر عمري کمپ پورې له پېښور څخه ۱۰۰ کیلومټره لاره ده، خو پاکستاني موټر تر ۳۰۰ زره روپیو کرایه اخلي.»

د اسد الله په ګډون له کډوالۍ تازه راستانه شوي وایي، هېواد ته په راتګ سره خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې حکومت دې ورته د کاري فرصتونو برابرېدو په ګډون، د سرپناه او نورو ستونزو د حل په برخه کې هم همکاري وکړي.

له کډوالۍ راستون شوی اسد الله وايي: « په پښتونخوا کې زموږ کاروبار ختم شو. زه خپله خیاط یم، خو اوس دلته کار نه شم موندلی.»

له کډوالۍ راستون شوی سنک ګل وايي: « موږ د اوس لپاره کورونه په کرایه نیولي، خو کاروبار نه لرو. موږ له حکومت غواړو چې د کورونو د کرایې هم راته وکړي او کاروبار راکړي. زه څلور میاشتې کېږي راغلی یم، خو هېڅ کاروبار نه لرم.»

بله خوا،  ننګرهار کې د کډوالو چارو ریاست مسولین وایي، اسلامي امارت هېواد کې د کډوالو د بېرته مېشتېدلو برخه کې خپلې هڅې تر پخوا ډېرې ګړندۍ کړې دي او د دوی د کار او سرپناه ستونزو د حل په برخه کې یې عملي ګامونه پورته کړي.

مسولین وایي، د ننګرهار په روداتو، خوږیاڼو او بهسودو قاسم اباد خانکي سیمه کې کډوالو ته د نمرو د وېش پروسه روانه ده او تر اوسه زرګونه راستنو شویو ته ځمکې ورکړل شوې دي.

مسولین زیاتوي، د کار موندنې په برخه کې هم اوس حکومت تر ډېره کډوالو ته لومړیتوب ورکوي.

د ننګرهار کډوالو چارو ریاست مالي او اداري آمر عبد المنان غریبمل وايي: « د کډوالو چارو وزارت او ریاست له خوا راستنېدونکو کډوالو ته نغدي مرستې او نور کمکونه کېږي، دوی ته د استوګنې لپاره نمرې وېشل کېږي او دا مهال دغه کار په څو ښارګوټو کې روان دی.»

د ننګرهار کډوالو چارو ریاست مسوولین د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې د خپلو اقداماتو خبره داسې مهال کوي چې له نږدې یوې نیمې اوونۍ راهیسې د تورخم له لارې د افغان کډوالو د جبري ستنېدنې لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې ده.

مسوولین وايي،  هره ورځ له اووه تر اته سوو کورنۍ چې د غړیو شمېر یې زرګونه کسانو ته رسیږي، بېرته هېواد ته راستنیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist