Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/21

بلخ ته د هغو پنځه تنو ځوانانو جنازې را ورسېدې چې ایران ته پر قاچاقي لارو د تګ پرمهال یې له تندې او ګرمۍ ژوند بایللی و.

یاد کسان چې د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ میرقاسم جان کلي اوسېدونکي وو، شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې ایران ته د سفر پرمهال د نیمروز په شګلنه دښته کې یې د سختۍ ګرمۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی.

د قربانیانو کورنۍ چې د غم او درد دروند بار یې پر اوږو پروت دی وایي، بېوزلۍ او بې کارۍ دېته اړ ایستلي وو چې د کورنۍ درې غړي یې د پردي وطن د مزدورۍ په هیله له کوره ووځي.

خو د رزق ګټلو او هیلو پوره کېدو په ځای یې بېرته له ارمانونو ډکې جنازې کور ته راوګرځېدې. د دوی په وینا، بېوزلۍ تر دې حده لاسونه ور تړلي وو چې آن د خپلو عزیزانو د جسدونو د را لېږد او تدفین توان یې هم نه درلود او دا کار هم د دوی کلیوالو کړی.

د دوتنو قربانیانو پلار نېک محمد وايي: « زه پنځه بچي لرم چې یو یې اووه کلن دی، یو یې ۲۵ او بل یې ۲۳ کلن دی. دا دوه زامن مې ایران ته په مزدورۍ تلل او د لارې مصارف مې ورته له بل چا قرض کړل. څو ورځې وروسته مې ټیلفون ورپسې وکړ، خو ټیلفون یې بل چا پورته کړ او راته یې وویل چې د دې کسانو مړي یې د نیمروز په دښتو کې پیدا کړي.»

د یادو کسانو جنازې د میرقاسم جان کلي په هدیره کې یوځای خاوروته وسپارل شول.

د کلي اوسېدونکي وايي، دوی له ۱۴ نورو ځوانانو سره غوښتل د مزدورۍ لپاره په غیرې قانوني ډول ایران ته لاړ شي چې د موټړ خرابېدو له امله په دښته کې ایسار او د ګرمۍ شدت، لوږې او تندې له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist