کابل ته د پاکستان د لاهور پوهنتون راغلي پلاوي د اسلامي امارت عامې روغتيا وزارت سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد سره د سه شبنې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۲۴مه» يو هوکړهلیک لاسليک کړ.
د هوکړې له مخې، به ياد پوهنتون د راتلونکو شپږو مياشتو لپاره په کابل، ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د پاکستان له لورې د جوړ شویو درې روغتونونو پرسونل ته معاشونه ورکوي.
عباد وايي:« د لاهور پوهنتون یو پلاوی،چې دلته راغلی دی، غواړي په افغانستان کې د پاکستان اړوند،چې کوم روغتونونه دي، هغه که علي جناح روغتون دی، د امین الله خان د لوګر روغتون دی، که ننګرهار کې د ګردو روغتون دی، غواړي، په اقتصادي او مسلکي ډول باندې زموږ روغتونونو ملاتړ وکړي.»
د عامې ورغتيا سرپرست وزير په خبره پاکستان حکومت په افغانستان کې د يادو روغتونونو مالي تمويل لپاره ځانګړې پلان لري او په نږدې راتلونکې کې به يې همکاري عملاُ پیل شي.
هغه زیاته کړه:« وړاندې هم د پاکستان حکومت د یادو روغتونونو لپاره بودیجه مشخص کړې وه. انشاء الله په دې نږدې ورځو کې به راځي، په دې کې د تېرو ۹ میاشتو کې د روغتونونو کوم لګښت چې دی، جمع په دې روغتونونو کې چې کوم پرسونل دی، د هغوی د ۹ میاشتو معاشونه به په بشپړ ډول ورکړل شي.»
د هوکړې لاسلیک کولو دغو مراسمو ته، د پاکستان سفير منصور احمد خان هم راغلی و او په خپلو خبرو کې یې ډاډ وښود،چې د لاهور پوهنتون به په کابل کې د علي جناح روغتون ته درمل او د اړتیا وړ نور امکانات برابروي.
هغه زیاته کړه:«موږ همدا اوس د جناح روغتون او لاهور پوهنتون ترمنځ دوه اړخیزه هوکړه لاسلیک کړه،چې پر بنسټ به یې د یاد روغتون ظرفیت لوړیږي او له روغتون ادارې ترڅنګ به له روغتیا وزارت سره هم مرسته وشي،ترڅو دا روغتون پر مخ بوځي. د لاهور پوهنتون هره میاشت جناح روغتون ته درمل ورکوي او د امکاناتو په نوي کولو کې به هم مرسته کوي.»
د پاکستان لاهور پوهنتون له لورې د کابل علي جناح په شمول ورته نورو روغتونو کې روغتیايي پرسونل ته د معاشونو ورکولو هوکړه داسې مهال لاسلیک کېږي،چې د دغو روغتتونونو ډاکترانو او نور پرسونل ته د څو میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي.