Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي

د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/20

د امریکا کانګرېس ته هغه طرحه وړاندې شوه چې له مخې یې د افغانستان په ګډون د نړۍ ۳۹ هېوادونو اتباع نه‌شي کولی، نور دې هېواد ته ورشي.

د امریکا استازو جرګې ته د جمهوريت غوښتونکي ګوند غړې داسې طرحه وړاندې کړې ده چې له مخې به یې د درېیمې نړۍ هېوادونو اتباع دا اجازه ونه‌لري چې دې هېواد ته لاړ شي. نانسي مېس دغه طرحه د درېیمې نړۍ د کډوالو د ځنډ قانون په نوم نومولې.

د امریکا استازو جرګه کې د جمهوري غوښتونکي ګوند دغې غړې ویلي: « د امریکا خلک نور له دې لوبې سخت ستړي شوي چې ټولې نړۍ د واشنګټن خوا ته سترګې پټې کړې دي. ځینې ناوړه کسان زموږ خاورې او هېواد ته را دننه کېږي او زموږ د نظام له هرې تشې څخه ناوړه ګټه پورته کوي. تاسې پوهېږئ چې د دې ګټې لویه بیه بېرته زموږ خلک پرې کوي. زه په ښکاره وایم، نور هغه ورځ پای ته رسېدلې چې د درېیمې نړۍ وګړي به امریکا ته را دننه کېږي.»

نوموړې په امریکا کې د دننه هغه سیاسي کړۍ هم ننګولې ده چې هڅه کوي امریکا ته د نورو هېوادونو اتباع راولي.

د هغې په خبره، دا ډول خلک یا کړۍ هڅه کوي چې امریکا هم ورو ورو په درېیمۍ نړۍ بدله شي.

نانسي مېس په دې اړه ویلي: « هغوی چې امریکا ته د درېیمۍ نړۍ اتباعو د راتګ په تړاو وخت ناوخت څرګندونې کوي، خبر ورکوم چې نور ستاسې هڅې ځای نه‌نیسي. د درېیمې نړۍ خلک هېواد ته راوستل، خپل هېواد په درېیمۍ نړۍ بدلول دي. زموږ نوې طرحه په روښانه ټکو ووایي چې امریکا ته ننوتل یو امتیاز دی، نه یو حق.»

د امریکا استازو جرګه کې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړې همدارنګه ویلي چې د درېیمۍ نړۍ له هېوادونو یې په ځلونو غوښتي و چې د خپلو اتباعو په تړاو هر اړخیز معلومات ورسره شريک کړي، خو له بیا بیا هڅو سره سره یې دا څه له پامه غورځولي.

د کډوالو حقونو فعالان بیا د امریکا تازه پرېکړه د نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف بولي او وایي، له دې سره به د هغو کډوالو د تګ لړۍ لا سخته شي چې دې هېواد ته د تللو تکل لري.

د کډوالو حقونو فعال ګلا خان بهادري وايي: « د امریکا کانګرېس ته د دې طرحې وړاندې کېدل د نړیوالو بشري ژمنو او د کډوالو د حقونو لپاره یوه جدي ننګونه ده. دا ډول پرېکړې هغه زرګونه افغانان چې د جګړو له امله کلونه کېږي چې د قانوني تګ په تمه دي، له نا څرګند برخلیک سره مخامخوي.»

د کډوالو حقونو فعال عبدالرازق عدیل وايي: « دا وضعیت د امریکا د ملي امنیت او د بشري حقونو په تړاو د نړیوالو تعهداتو ترمنځ ټکر څرګندوي. د امریکا دولت د خپلو اجرايي اختیاراتو له لارې خپلې پولې د افغانانو پرمخ تړلې دي، ترڅو لا ډېر امنیتي کنټرول اعمال کړي.»

د امریکا کانګرېس ته په نوې وړاندې شوې طرحه کې د افغانستان په ګډون د ایران، سوریې، یمن، لیبیا، سومالیا، سوډان، وېنزوېلا، نایجیریا او لسګونو نورو هېوادونو پر اتباعو بندیز لګول شوی، ترڅو نور دغه هېواد ته دننه نه‌شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist