Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ برخې کمېشنر مرستیاله کیلي کلیمینتس کابل ته راغلې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/13

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ برخه کې د عالي کمیشنر مرستیاله  کیلي کلیمینتس په لومړۍ ځل د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۲۲ مه» په یوه رسمي سفر افغانستان ته راغله

کلیمینتس افغانستان ته د خپل سفر موخه  د افغانانو ستونزو د حل لارې پيدا کول ښودلې ده. 

کلیمینتس وايي:« افغانستان په اوس وخت کې یو ستونزمن حالت کې قرار لري،ځکه چې په نړۍ کې  مختلف حالتونه او جنګونه روان دي. د نړۍ توجو مخلتفو جنګونو او حالتونو ته شوې. زه ځکه افغانستان ته راغلې یم، چې په افغانستان کې اوسنۍ ستونزو ته رسېدل مهم دي، تر څو وشو کړای،ټولو ستونزو ته پر ګډه ځواب ووایو.» 

کلیمینتس افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو او بهر ته د ګډوال شو افغانانو سره د همکارۍ او مرستې یادونه وکړه او زیاته یې کړه،چې افغانستان کې د کډوالۍ ترڅنګ بشري مرستو، تعلیم، بیا رغونې او روغتیايي برخه کې به خپل کارونه ترسره کړي.

هغې زیاته کړه:« په وروستیو کې باید ووایم،چې موږ په مخلتفو برخو تعلیم، روغتیا او نورو کې ګډ کار ته ژمن یو، تر څو وکړای شو،چې د افغانانو ټولنیزو اړتیاوو ته رسېدنه وشي.» 

په نړۍ کې د سیاسي کشمکشونه له امله میلیونه وګړی ګډوال شوي،چې په بد وضیعت کې قرار لري، افغانستان کې بیا له تېرو جګړو او بیکارۍ له امله شااوخوا درې میلیونه وګړي پر کور دننه بېځایه شوي او لا هم بهر ته د وتلو لړۍ روانه ده. 

د ګډوالو او ستنیدکو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني ټینګار  کړی،چې د کډوالۍ برخه کې مرستې دې نه سیاسي کیږي.

د ګډوالۍ برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر مرستیالې، افغانستان په بد وضیعت کې یاد کړ.

نوموړې په خپلو خبرو کې داخلي بې ځایه شوي ګډوال نږدې ۳.۵ میلیونه او بهر کې افغان ګډوال بیا نږدې ۶ میلیونه یاد کړل،چې ښځې او ماشومان هم په کې شتون لري.  

د ملګرو ملتونو استازي افغانستان ته داسې مهال راځي،چې د افغانستان په ګاونډي هېوادونو کې افغان ګډوال په بد وضیعت کې دي، د دې ترڅنګ نږدې هره اوونۍ بیا سلګونه افغانان له ترکیې هېواد پر زوره اېستل کېږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist