Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوله کې د چین رول اغېزمن تمامېدای شي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/12

د چین رول د افغان سولې په اړه څومره اغیزمن تمامیدلی شي.

چین ته د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سفر ته ځکه خوشبیني شته چې چین پر پاکستان اغیز لري او کولای شي د سولې پروسه کې له دې نفوذ څخه ګټه واخلي.

د سیمې او ګاونډیو هیوادنو ته د افغان حکومت د چارواکو سفرونه کولای شي، له افغانستان سره د نورو هېوادونو اړیکې لا پراخه او پياوړې کړي چې د سولې پروسه کې به ترې ګټه واخلي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار له هندوستان هیواد ورسته چین هیواد ته دوه ورځینی سفر درلوده او هلته یې له خپل سیال او نورو چینایي چارواکو سره د افغانستان او چین ترمنځ پر امنیتي همکاریو، د افغانانو په مشرۍ د سولې پر روان بهیر او د دواړو هېوادونو ترمنځ په ستراتېژیکو اړیکو خبرې او بحث کړی.

افغانستان کې د دې سفر په تړاو خوشبیني شته چې د اړیکو د پراختیا تر څنګ به د سولې پروسه کې مرسته او همکاري وکړي.

دا سفرونه په داسې حال کې پيل شوي چې له یوې خوا د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په سفرونو بوخت دی او تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او لومړی وزیر ځینې سفرونه درلودل چې ښکاره موخه یې د افغانستان د سولې پروسه یاده شوې.

اوسني وضعیت کې د سولې خبرې تر پخوا په لومړیتوب بدلې شوي، دا ډول سفرونه د افغان حکومت د اړیکو د پراختیا لپاره مهم بلل کیږي.

د ملي امنیت شورا سلاکار د هند په سفر کې د همکاریو او اړیکو د پراختیا ژمنې ترلاسه کړي او دغه راز څلور جنګي الوتکې مرسته یې هم ترلاسه کړې ده.

دغه راز د چین په سفر کې هغه هېواد ژمنه کړې چې د سولې پروسې تر څنګ به له ترهګرۍ سره مبارزه کې له افغان حکومت سره مرسته کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist