Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان – ترکمني چارواکو افغانستان کې د رېل پټلیو پراختیا په اړه خبرې کړې

افغان – ترکمني چارواکو افغانستان کې د رېل پټلیو پراختیا په اړه خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/15

د ټولګټو وزارت وايي، د افغانستان او ترکمنستان د چارواکو ترمنځ لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان رېل پټلیو غځولو پروژې د پرمختګونو ارزونې ترڅنګ، د افغانستان په بندرونو کې د یو شمېر نویو تأسیساتو پر جوړولو هم خبرې کړې. په دغو پټلیو کې د اقینې – اندخوی ترمنځ د لس کیلو مټره رېل کرښې جوړول هم شامل دي.

د ټولګټو وزارت له خوا خپره شو خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو لورو د تورغونډۍ بندر د پراختیا او د نویو تاسیساتو د جوړولو  په اړه هم تفصیلي خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني او په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه اوویزوف د پروژو په عملي کولو کې د چټکتیا او د دواړو هېوادونو د ټرانسپورټي تواصل د پیاوړتیا په اړه هم نظرونه تبادله کړي.

د ټولګټو وزارت د اعلامیې یوه برخه کې راغلي: « په غونډه کې د رېل پټلیو پروژې د پرمختګ ارزونه وشوه چې په کې د اقینې بندر او اندخوی ترمنځ د لس کیلو مټره اوږدې پټلۍ جوړول هم شامل دي. همداراز د تورغونډۍ بندر د پراختیا او د نویو تاسیساتو جوړولو په تړاو هم تفصیلي خبرې وشوې. دواړو خواوو همدارنګه د پروژو د چټک عملي کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي نښلون د پیاوړي کولو پر لارو چارو هم خبرې وکړې.»

 د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ اوس مهال د رېل ګاډي دوې فعالې پټلۍ شته چې دواړه یې د پراختیا په حال کې دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل ګاډي لومړنۍ پټلۍ د تورغونډۍ بندر له هرات ښار سره نښلوي او دویمه پټلۍ بیا په فاریاب کې د اقینې بندر له ترکمنستان سره نښلوي.

ترکمنستان د دغو دواړو پټلیو په پراختیا کې پانګونه کوي چې په کې له تورغونډۍ څخه تر هرات ښار  پورې او همدارنګه د اقینې له بندر څخه تر اندخوی پورې د پټلیو او د ځینو نویو تاسیساتو جوړول هم شامل دي.

 

د ټولګټو وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په غونډه کې دواړو لورو د زېربنايي پروژو او نورو برخو کې د ګډې همکارۍ د لا پراخولو په تړاو هم خبرې کړې دي.

د اعلامیې یوه برخه کې راغلي: « دواړو لورو یوځل بیا د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د ټرانسپورټ او زېربناوو په برخه کې د ګډې همکارۍ د لا پیاوړتیا لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار کړی.»

د  افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د رېل پټلیو پراختیا په تړاو دا خبرې داسې مهال کېږي چې همدا پټلۍ افغانستان د ترکمنستان له لارې ترکیې سره هم نښلوي.

ترکمنستان د افغانستان او چین ترمنځ د نوي دهلېز  رامنځته کولو لپاره د روان کال په مې میاشت کې له شوي تړون هم ملاتړ کوي.

له ترکمنستان سربېره، اوزبېکستان د منځنۍ اسیا دویم هېواد دی چې له افغانستان سره د رېل ګاډي پټلۍ په وسیله نښلول شوی.

د شنونکو په باور، له یادو هېوادونو سره د رېل ګاډي پټلیو پراختیا افغانستان ته دا موقع ورکوي چې خپله سوداګري د سیمې هغو هېوادونو ته هم پراخه کړي چې مستقیمه پوله ورسره نه لري. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist