Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

وردګ: غواړم خپلو هېوادوالو ته چوپړ وکړم 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/09

له بهر میشتو پخوانیو سیاسیونو سره د اسلامي امارت د تماس کمېسیون په هلو ځلو په پایله کې د چهارشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۱۸ مه» پارلماني چارو کې د دولت  مخکېنی وزیر فاروق وردګ هم هېواد ته راستون شو

ډاکټر فارق وردګ له شمشاد سره په ځانګړو خبرو کې وویل،د جمهوریت له سقوط وړاندې د درملنې لپاره ترکیې هېواد تللی و،خو اوس اسلامي امارت سره د اړیکو وروسته هېواد ته راستون شوی دی. 

وردګ وايي،د مدیریتي تجربې ترڅنګ ملي او نړیواله پیژندګلوي هم لري او راغلی،چې په دغو برخو کې خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړي. 

هغه زیاته کړه:«دغه څه چې زه لرم،که مدیریتي تجربه ده او که ملي او بین المللي شناخت  دی، له دې لارې خلکو ته د خدمت لپاره وقف کوم. دا خدمت به په هېواد کې د ثبات سوکالۍ او د خلکو پر هوساینې منتج کیږي.» 

وردګ په ټولو هغو کسانو،چې اوس له هېواده بهر اوسیږي،خو د مقاومت او جګړې خبرې کوي غږ وکړ،چې نور دې   د جګړې نغاره نه غږوي او را دې شي، د خپل هېواد دابادۍ لپاره دې کار وکړي. 

وردګ له اسلامي امارته وغوښتل،چې نور دې هم خپله غږ پراخه کړي او انزوا او تجرید ته د بیولو سیاست ترخه تجربه دې نه تکراروي. 

وردګ زیاتوي:« جنګ دوه هدفه څاري،د افغان وژنه او د افغان وطن ړنګونه او نتجه یې هم پیښماني د. هغه پخواني سیاسیون،چې بهر دي نور دې،د جنګ ډنډورې نه غږوي او هېواد ته دې راشي او اسلامي امارت دې هم خپله سینه نوره هم پراخه کړي. پر اسلامي امارت مې غږ دادی،چې د تجرید انزوا ته د بیولو نسخو کار نه دی ورکړی،د بن د قرارد ستر ضعف همدا و،چې طالبان او حزب اسلامي له قدرت بهر پاتې شول او نتجه یې هم دا وه،باید دا تجربې نورې تکرار نه شي.» 

د تیرنظام دغه چارواکی وايي،نړۍ له افغانستان سره له تعامل پرته بله لاره  نه لري او ډاډه دی،چې افغانستان نړیوال مشروعیت ترلاسه کوي،خو د دغه هدف لپاره باید لومړی اسلامي امارت ځینې ګامونه واخلي. 

وردګ زیاته کړه:«زه فکر کوم اول قدم باید اسلامي امارت واخلي،څه چې یې د افغانستان ته د خدمت  د رهبرۍ د ساتنې او د افغانانو د خوښۍ لپاره په زړه کې دي،د کاغد پرمخ دې د لارې دنقشې په شکل دې ولیکي  او نړۍ ته دې وړاندې کړي او یقین لرم،چې نړۍ به له  موږ سره تعامل کوي.» 

له بهرمیشتو افغان شخصیتونو سره د اسلامي امارت د تماس کمېسیون د هلو ځلو په پایله کې تر اوسه ګڼ شمیر پخواني چارواکي هېواد ته راستانه شوي،چې ملي دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري،د برښنا شرکت پخوانی رییس امان الله غالب،دټرانسپورټ وزارت پخوانی وزیر حسن مبارک عزیز،د پخواني ولسمشر د دفتر مشر سلام رحیمي هغه کسان دي، چې تازه هېواد ته راستانه شوي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist