د چاپېریال ساتنې عمومي اداره وایي، د تېر۱۴۰۴لمریز کال د اقلیمي بدلونونو د ناوړه اغېزو کمولو او د هېواد د زرغونو سیمو د پراختیا لپاره، د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین له ټاکل شوي هدف څخه په بریالیتوب اوښتی او په ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونو ډېر نیالګي کېنول شوي.
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې رییس، مولوي مطیعالحق خالص وايي، افغانستان د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ هېواد دی او د زرغونو سیمو پراختیا، د طبیعي سرچینو ساتنه او د نیالګیو کېنول د دغو ګواښونو د کمولو لپاره اغېزناکې لارې دي.
خالص زیاته کړې، نیالګي نه یوازې د هوا د ککړتیا په کمولو او د اکسېجن په تولید کې مهم رول لري بلکې د خاورې د تخریب مخنیوی، د اوبو د سرچینو ساتنه او د اقلیم د توازن په ساتلو کې هم ارزښتناک رول اداءکوي.
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې رییس وايي: « سږ کال له ټاکل شوي هدف څخه زیات نیالګي کېنول شوي. زموږ هدف ۱۰ میلیونه نیالګي وو، خو اوس له ۱۵ میلیونو څخه زیات کېنول شوي؛ خو له دې سره، بیا هم کفایت نه کوي او بیا ډېر نیالګي کېنول شي.»
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې په غونډه کې له هغو حکومتي ادارو، ملي او نړیوالو بنسټونو، مؤسسو او د خصوصي سکټور له استازو څخه هم ستاینه وشوه چې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په بریالیتوب کې یې فعاله ونډه درلوده.
دا اداره ټینګار کوي چې د ۱۴۰۵لمریز کال لپاره به د نیالګیو کېنولو پروګرامونه د تخنیکي سروې، چاپېریالي ارزونو او د سیمو د اړتیاوو پر بنسټ تنظیم شي، ترڅو نیالګي په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې کېنول شي چې د اقلیمي بدلونونو له اغېزو ډېرې زیانمنې دي.
مطیع الحق خالص په دې اړه وايي: « د افغانستان وضعیت او حالت ته په کتو باید خپل ګامونه نور هم ګړندي کړو.»
د چاپېریال ساتنې عمومي اداره په داسې حال کې د نیالګیو کېنولوملي کمپاین په برخه کې خپلو همکاره ادارو او بنسټونو لپاره ستاینغونده جوړوي چې د اقلیمي بدلون له پلوه افغانستان تر ټولو اغیزمن هېواد یاد شوی او په دې وروستیو کې طبیعي پېښو او سېلابونو له امله ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.