Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې د وچکالۍ له امله د اوبو کچه تر ۸۰ سلنې ښکته شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/08

په سوېل کې د پکتیا ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست مرکز ګردیز کې د چاپیریال ساتنې نړیوالې ورځې نمانځنې په موخه د پاکوالي حشر ترسره کړه.

د یاد ولایت د والي مرستیال  عزیزالرحمن منصور وایي،چاپیریال ساتنه د اسلام مبارک دین کې ځانګړی ځای لري او پر مسلمانانو لازمه ده،چې د خپل چاپیریال پاکوالي ته پام وکړي. 

منصور زیاته کړه:« څوک چې له لوګي،ګرد او له  بد بویۍ ځان وساتي. د هغه کس عمر به سل کاله وي، نو دا حدیث مبارک موږ ته د چاپیریال ساتنې ارزښت را په ګوته کوي،چې پاملرنه ورته څومره ضروري ده.» 

د یاد ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست مشر عبدالهادي هدایت بیا وايي، د وچکالۍ او ورښتونو نه موجودیت له امله دغه ولایت کې د اوبو کچه تر۸۰ سلنې ټیټه شوې او پر وینا یې خلک باید د اوبو له استعمال سره احتیاط وکړي. 

هدایت زیاته کړه:« د بارانونو کچه هم ټیټه ده، بارانونه هم نه دي شوي، په ځمکه کې د اوبو سطحه له ۷۰ تر  ۸۰ سلنې ټیټه شوې. نو د دې د مخنیوي لپاره  اړینه ده،چې خلک د اوبو له استعمال سره احتیاط وکړي.» 

هدایت وایي، له کرنې ریاست سره پر همغږۍ د ځنګلونو د بیارغولو بېلابېل پروګرامونه په پام کې لري او د ځنګلونو د ساتنې په موخه به نږدې راتلونکي کې سل کسیزه قطعه جوړه شي.

هغه زیاته کړه:«د دې لپاره به زرغونه قطعه جوړیږي،ټول امکانات ورته برابر شوي دي. دوی به وخت پر وخت زموږ د مالوماتو له مخې، به پر ځنګلونو ګرځي او څوک چې ځنګلونه تخریب کوي،هغوی ته به سزا ورکوي.» 

د چاپیریال ساتنې ریاست وایي،له امنیتي ارګانونو سره په ګډه پکتیا کې په بشپړ ډول د ځنګلونو له غوڅولو مخنیوی شوی او په دې وروستیو کې شپږ کسان د ځنګلونو د غوڅونې په تور نیول شوي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist