د ملي لوبډلې مخکینی لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله دهند په یوه روغتون کې له څو میاشتو درملنې وروسته ساه ورکړه او د چهارشنبې په ورځ یې جنازه پلازمېنې کابل ته را ولېږدول شوه.
د شاه پور د فن یو تن مینه وال او ملګری وايي: د شاه پور مړینه د افغانستان لپاره نه بلکې د نړۍ کرېکټ لپاره هم لویه غمیزه ده. موږ د ده په مړینه سخت خواشیني یو.»
د شاه پور یو تن خواخوږی وايي: « د افغانستان کرېکټ لوبغاړي، ولس، ملت، ووړ او زوړ د ده په مرګ غمجن شول، شاه پوه اتل و او اتل له نړۍ لاړ.»
د یو تن هېواد وال وايي: « تاسو ته ښکاره ده چې شاه پور د کرېکټ په ډګر کې د نورو لپاره یوه نمونه وه. هغه د کرېکټ د اوسنیو اتلانو روزونکی او مشر پاتې شوی، خدای دې یې وبښي او د الله(ج) له درباره جنت ورته غواړو.»
د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د شاه پورځدراڼ جنازې ته د درناوي لپاره د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ترڅنګ، زرګونه خلک چې د کرېکټ لوبې او شاه پورمینه وال وو، هم راغلي وو. ډېری هغو یې د شاه پور ځدراڼ تصویران له ځان سره لېږدل او هغه یې نه هېرېدونکی اتل باله.
د دوی په خبره، که څه هم شاه پور نور په دې نړۍ کې نه شته، خو د کرېکټ په ډګر کې د هغه کارنامې به هېرې نه شي او د کرېکټ تاریخ پاڼې به یې تل یاد ساتي.
عبدالطیب ایوبي وايي: شاه پور ځدراڼ داسې اتل و چې کلونه به د خلکو په یاد کې پاتې شي. د ده ریکارډونه، کارنامې او لاسته راوړنې به نورو نسلونو ته پاتې شي.»
د شاه پور ځدراڼ په میړنه ویرجن خلک وايي، د نوموړي مړینه نه یوازې د افغانستان بلکې د نړۍ د کرېکټ لپاره هم یوه ستره ضایعه ده چې هېڅکله به هم یې تشه ډکه نه شي.
دوی وايي، دا چې نړیوال کرېکټ ته د افغانستان د لوبډلې رسېدو ترشا د شاه پورځدراڼ او د هغه وخت افغان کرېکټرانو لوی لاس دی، همدا لامل دی چې افغان لوبډله په نړۍ کې ځانګړی ځای لري.
د شاه پور ځدراڼ په مړینه یو تن غمجن هېواد وال وايي: « د شاه پور ځدراڼ مړینه د ټول افغانستان او کرېکټ لپاره لویه ضایعه ده. شاه پور د افغان کرېکټ په وده او پرمختګ کې ډېر ستر رول لري او تر دې ځایه رسېدو کې یې خولې تویې کړې دي.»
شاه پورځدراڼ چې یوه نیمه لسیزه یې د افغانستان لپاره کرېکټ وکړ،۷ میاشتې وړاندې په سرطان ناروغۍ اخته شو او نږدې شپږ میاشتې وړاندې د درملنې لپاره هند ته یوړل شو، خو بالاخره یې له همدې ناروغۍ ساه ورکړه.
ټاکل شوې د دې دنګ ستوري د جنازې لمونځ پنجشنبه د سهار ۱۰ بجې د کابل ښار په عیدګاه جومات کې ترسره او مړی یې پر مرنجان غونډۍ خاورو ته وسپارل شي.