د هېواد له خصوصي سکټور څخه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یواېنډيپي) د ملاتړ ناسته وشوه.
ګډونوالو په دې ناسته کې د افغانستان په مالي بیارغونه او د کاري فرصتونو په ایجادولو کې د دې سکټور پر ارزښت او په دې برخه کې د شته خنډونو له منځه وړلو پرڅرنګوالي او حللارو خبرې وکړې.
د یاد پروګرام عمومي مشر، الکساندر ډي کرو، افغانستان ته د خپل درې ورځني سفر په وروستۍ ورځ په دې ناسته کې د افغانستان په اقتصادي وده کې د دې سکټور ارزښت مهم یاد کړ او ترې د ملاتړ پر دوام یې ټینګار کړی.
نوموړی له پیاوړي خصوصي سکټور پرته اقتصادي ظرفیتونو ته رسېدنه ناشونې بللې او د هېواد لپاره یې د بهرنیو مرستو ترڅنګ، رول حیاتي ګڼلی.
ډي کرو زیاته کړې: « په نړۍ کې هېڅ یو هېواد نه دی توانېدلی چې له پیاوړي خصوصي سکټور پرته اقتصادي ظرفیتونو ته لار ومومي. د پراختیا په ټولو بریالیو بېلګو کې تاسو ته خوځنده او پرمختللی خصوصي سکټور تر سترګو کیږي. خو د دې لپاره پياوړو بنسټونو، اصلاحاتو او پانګونې او سوداګرۍ لپاره مناسب چاپېریال ته اړتیا ده.»
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام مشر ویلي چې افغانستان په امنیتي، له فساد سره مبارزې او نشهيي توکو له منځه وړلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، خو په خبره یې، نړۍ له دغو پرمختګونو ناخبره پاتې شوي.
د الکساندر ډي کرو په خبره، د افغانستان په شمول د نړۍ هېڅ هېواد له ستونزو او ننګونو خالي نه دی مګر مهمه دا ده چې د حل لپاره یې کوټلي ګامونه پورته شي.
هغه په اوسنیو شرایطو کې له افغانستان سره د همکاریو او ملاتړ احتمالي ځنډېدلو ستونزه، د نړیوالې ټولنې تر ټولو لویه تېروتنه یادوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام عمومي مشر ویلي: « که نړیواله ټولنه نن ورځ افغانستان ته شا کوي، دا به تر ټولو لویه تېروتنه وي. دغه څه نه یوازې له ۴۸میلیون وګړو او هېواد ته په پراخه پیمانه له راګرځېدونکو کډوالو سره بلکې د دې هېواد د راتلونکو پراخو ظرفیتونو په حق کې هم تېروتنه او د ناروا ترسره کول دي.»
په دې ناسته کې د خصوصي سکټور استازي بیا له پاکستان سره د لارو تړل کېدو او له کبله یې اووښتي مالي زیانونه مني؛ خو وايي چې د جبران او د سوداګرۍ د جاري ساتلو په موخه یې خپل پام مرکزي اسیا ته اړولی او د دې حوزې له هېوادونو سره د سوداګرۍ کچه لوړه شوې.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان زیاتوي چې د کورنیو تولیداتو کچې لوړولو په موخه له حکومت سره په ګډه د مشخصې پالیسۍ پر جوړولو کار روان دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ برخې مرستیال احمد شکیل عازم وايي: « باید ووایم چې د کورنیو تولیداتو د کچې لوړولو په موخه مو له حکومت سره په ګډه د پالیسۍ پر جوړولو کار روان کړی.»
په ورته مهال، سوداګر او پانګوال بیا د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره د بشري مرستو ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غواړي چې له اقتصادي سکټورونو سره په انکشافي برخو کې همکاري پراخه کړي.
سوداګر ضیاءالحق وزیر زی وايي: « د افغانستان د خصوصي سکټور غوښتنه دا ده چې دا مرستې باید د یوه مشارکت بڼه غوره کړي، ترڅو افغان سکټور په بنیادي توګه وده وکړي.»
په دې ناسته کې له پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه، خبرې او ډیالوګ د ستونزې د یوازینۍ حللارې په توګه مطرح شوي.
د دې ترڅنګ، د کرنیزې او صنعتي برخې پیاوړې کېدل هغه څه یاد شول چې نه یوازې اقتصادي پرمختګ ته لار هواروي بلکې د کاري فرصتونو د ایجاد لامل هم ګرځي.