Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/08

د نورستان والي د ځینو پاکستاني رسنیو هغه ادعا رده کړه چې وايي پاکستاني پوځیانو د نورستان په برګ‌مټال او کامدېش ولسوالیو کې له فرضي کرښې دې غاړې ته نوره خاوره هم نیولې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د اسلامي امارت ځواکونه د نورستان پر ټولو سیمو بشپړ کنټرول لري.

قاري زین العابدین عابد دغه راز وايي، اسلامي امارت د جدي دریځ په غوره کولو سره د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته پوره چمتو دی او د هېواد یوه لوېشت خاوره هم د هېچا له لوري نه ده نیول شوې او نه به چاته  د دې کار اجازه ورکړل شي.

عابد زیاتوي: « دا چې پاکستاني رسنیو تبلیغات کول چې کامدېش مو تقریبا ً نیولی، دا هسې دروغ دي. زه خپله کامدېش ته لاړم او خلکو به د میډیا له لارې لیدلی هم یم. زه ډاډ ورکوم چې یوه لوېشت خو څه چې یوه سانتي ځمکه یې هم له موږ څخه نه ده نیولې او نه هم اجازه ورکوو. زموږ ولسونه له موږ سره دومره ټینګ ولاړ دي چې موږ ته راغلل او د اجازې غوښتنه یې وکړه او ویې ویل چې موږ به خپله چترال هم له پاکستان ونیسو.»

نورستان والي دغه راز وایي، پاکستان د امریکا جګړه مخته وړي؛ ځکه په خبره یې، اسلامي امارت د بګرام اډې په اړه د امریکا غوښتنه رد کړې او پاکستان اوس غواړي له یادې پروژې سره امتیازات ترلاسه او افغانستان نا امن کړي، خو خپلو موخو ته به ونه رسېږي. د زین العابدین عابد په خبره، پاکستان هېڅکله په افغانستان کې يو با امن حکومت او نظام نه غواړي.

د نورستان والي په دې اړه وايي: « زما د معلوماتو له مخې، پاکستان له امریکا پروژه اخستې چې افغانستان نا امن کړي. دا ځکه چې امریکا له موږ د باګرام اډه وغوښته، خو موږ ورنه کړه. بیا پاکستانیان ورغلل او امریکا ته یې وویل چې افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې به ورته ختمې کړي. د امریکا ولسمشر لاشعور دی او د پاکستان په خبرو تېروتی. دوی د افغانستان د نا امنه کولو پروژه پاکستان ته ورکړې ده؛ ځکه د افغانستان په بد امنۍ کې د دوی ګټې دي.»

عابد دا هم وايي چې پاکستان ته په افغانستان کې داسې يو حکومت د منلو نه دی چې پر  پخپلو پښو ولاړ وي. نوموړی په افغانستان کې د اسلامي نظام ساتنه فرض ګڼي او همداراز له ولسونو څخه غواړي چې د نظام ترڅنګ ودرېږي او د پرديو د پوچو تبليغاتو ښکار نه شي.

نورستان والي زیاتوي، په دې ولایت کې هېڅ سیاسي پېښه نه ده ثبت شوې او نه هم کومه وسله واله ډله فعالیت لري او نه به هم چاته اجازه ورکړل شي.

زین‌العابدین عابد وايي: « پاکستان هېڅکله نه غواړي افغانستان کې امن او قوي حکومت راشي؛ که دا اسلامي وي یا غیر اسلامي حکومت. زه په ټولو افغانانو غږ کوم چې د دې نظام ملاتړ وکړي؛ موږ له پاکستان سره په جګړه اخته یو او که څوک افغاني او اسلامي غیرت لري، نو زموږ د نظام ملاتړ دې وکړي.»

له دې وړاندې د اسلامي امارت یوه بل جګ پوړي چارواکي ملا عبداللطیف منصور هم له شمشاد سره ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې پاکستان په افغانستان کې یو پیاوړی او په پښو ولاړ مرکزي حکومت نه شي زغملی.

د نوموړي په خبره، پاکستان د افغانستان استقلال او ځواکمنتیا نه خوښوي او هڅه کوي چې په افغانستان کې یو خپلواک او ځواکمن حکومت رامنځته نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist