Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا: مرکز ګردیز او یو شمېر ولسوالیو کې د مطالعې دود عام کولو په موخه د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/07

په سویل کې د پکتیا ولایت اطلاعاتو کولتور ریاست  مشر خلقیار احمدزی وايي، په مرکز ګردیز،زرمت،سیدکرم او څمکنیو ولسوالیو کې یې د مطالعې دود عام کولو لپاره د کتابونونو نندارتونونه جوړ کړي دي

احمدزی وایي، د کتابونو له دا ډول نندارتونونو یې موخه یې  د ځوانانو او د ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ د مطالعې انګیزې پیدا کول او یو شمېر کتابونو ته د ځوانانو لاسرسی دي.

هغه زیاته کړه:« د کتابونو له دا ډول نندارتونو مو موخه ځوانانو کې د مطالعې دود عامول دي څو خلک کتاب لوستلو ته را وبولو ، د کتاب په ارزښت یې وپوهوو د همدې لپاره دا څلورم لوی نندارتون دی د پکتیا په کچه.» 

د یو شمیر ښوونځیو زده کوونکي وایي، کورنۍ یې بې وزلې دي،د خوښې وړ کتابونو د رانیولو توان نه لري او د کتابتونونو مسوولین باید ځېنې کتابونه د مطالعې لپاره ورکړي.

په پکتیا کې د ښوونځي یو تن  زده کوونکی وايي:« زموږ لپاره دا ډول نندارتونونه ډېر ګټور دي،ځکه، د ښوونځیو زده کوونکي د ښوونځیو د کتابونو تر څنګ ازاده مطالعه باید وکړي.»

په پکتیا کې د ښوونځي یو بل  زده کوونکی بیا وايي:« موږ د هرې ژبې کتاب لولو، ځکه د نیکمرغۍ  لامل ګرځي.خلک ډېر غریب دي. د ټولو کتابونو د رانیولو وس نه لري او باید ځېنې کتابونه د مطالعې لپاره راکړل شي.» 

د پکتیا اوسېدونکی عزیز انیس د کتابونو نندارتونونو جوړول خورا ګټور بولي او وایي،په دې سره د ځوانانو تر منځ کې د مطالعې او د کتاب لوستلو سیالۍ رامنځته کیږي.

انیس زیاتوي:« د کتاب له ارزښته موږ منکر کیدلی نه شو. نورې نړۍ چې څومره پرمختګونه کړي، دا ټول د کتاب له برکته دي. که نن دوی ټکنالوژي لري ، که علمیت او وسایل لري،دا ټول د کتاب له درکه دي.» 

یو شمیر کتاب پلورونکي د وروستیو سیاسي تحولاتو له کبله له خپل روزګاره راضي نه دي او وایي، د بې وزلۍ له کبله ډېری ځوانان په نیمه بیه کتابونه پر دوی بېرته پلوري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist