د جولای اوومه، دوه پرله پسې کلونه د کرېکټ لپاره توره او د ماتم ورځ ده.
تېر کال په همدې نېټه د کرېکټ افغان لوبڅار، بسم الله جان شینواری د زړه حملې له امله وفات شو او سه شنبه بیا د پخواني تېز توپ اچوونکي شاه پور ځدراڼ د مرګ غمجن خبرونه خپاره شول.
شاه پور ځدراڼ له ۲۰۰۹زېږدیز کال راهیسې د افغانستان په ملي لوبډله کې لوبې پیل کړې، هغه وخت چې د افغانستان کرېکټ لا په نړیواله کچه شهرت نه درلوده او د همدې شاه پور ځدراڼ، محمد نبي عیسی خېل، نوروز منګل، حمد حسن او نورو لوبغاړو هڅې وې چې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په نړیواله کچه شهرت لري.
شاه پور ځدراڼ له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و، خو درملنه یې ونه شوه او د سه شنبې ورځ، د چنګاښ شپاړلسمه یې د نږدې ۳۹ کالونو په عمر خپله روح حق ته وسپاره او له دې نړۍ سره یې د تل لپاره مخه ښه وکړه.
د کرېکټ بورډ ویاند نسیم سادات وايي: « دا چې د افغان کرېکټ د لومړیو او سختو ورځو اتل لوبغاړی، شاه پور ځدراڼ خپله روح حق ته وسپاره؛ نوموړي ته جنتونه او کورنۍ ته یې د زړه صبر غواړو. د افغانستان کرېکټ بورډ اداره، لوبغاړي او کارکوونکي په دې دروند غم کې د مرحوم له کورنۍ سره ځان شریک بولي. د افغانستان د کرېکټ لپاره د شاه پور خدمتونه بې ساري او د هېرېدلو نه دي.»
شاه پور ځدراڼ په دې وروستیو کې له یوې داسې ناروغۍ کړېده چې د انسان د بدن مقاومت یې خورا کمزوری کاوه؛ دا ناروغي اېچاېلاېچ نومېږي او که درملنه یې پر وخت ونه شي، د انسان ژوند اخلي.
شاه پور د کرېکټ په ملي ټیم کې۱۱ کاله ولوبېده او په دې موده کې یې ۴۴ یو ورځنیو او ۳۶ شل اوریزه لوبو کې ګډون وکړی. دغه کیڼ لاسي چټک توپ اچوونکي په نړیوال کرېکټ کې ټولې ۸۰ وېکټې ترلاسه کړې دي.
د حکومت مسوولینو هم د شاه پور پر مړینه خواشیني وښوده او مړینه یې د افغانستان د ورزش کور لپاره یوله ضایعه وګڼه.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې د پخواني او نامتو توپ اچونکي، شاه پور ځدراڼ د مړینې خبر خفه او خواشیني کړو. نوموړي د افغانستان د کرېکټ په تاریخ او د ورزش په ډګر کې د هېواد په ځلېدو کې بېساري او نه هېرېدونکي خدمتونه کړي چې مړینه یې د هېواد د ورزش د کهول لپاره یوه لویه ضایعه ده. د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب د ارواښاد محترمې کورنۍ، د کرېکټ بورډ ادارې او د نوموړي ټولو مینه والو ته وړاندې کوو.»
شاه پور ځدراڼ څه باندې یوه لسیزه په هره لوبه کې د خپلې وړتیا له مخې د وېکټو په اخستو د افغانانو د ویاړ شمله لوړه کړه او له همدې امله یې د مرګ خبر او غم دومره دروند دی چې له لوبغاړو نیولې بیا تر چارواکو او عامو افغانانو، ټول یې په ویر ناست او ساندې وا يي.
د کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف وايي: « د شاپور ځدراڼ، د مړینې له امله خپله ژوره خواشیني څرګندوم. د هغه له لاسه ورکول د افغانستان د کرېکټ لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه ده. ارواښاد شاه پور ځدراڼ د افغان کرېکټ له هغو ویاړلو لوبغاړو څخه و چې د افغانستان د کرېکټ د ودې او پرمختګ په مهمو پړاوونو کې یې په اخلاص، مېړانه او ژمنتیا سره د هېواد استازیتوب وکړ. د هغه ارزښتناک خدمتونه، نه ستړې کېدونکې هڅې او له کرېکټ سره ژوره مینه به تل د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې په درناوي او ویاړ سره یادېږي.»
د کرېکټ ملي لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل وايي: « شاه پوره وروره! الله تعالی دې خپل بېپایانه رحمتونه درباندې وکړي، جنت الفردوس دې در په برخه کړي او قدرمنې کورنۍ او ټولو خواخوږو ته دې د دې سترغم د زغملو توان او د زړه صبر ورکړي. ته یوازې یو نږدې ملګری نه وې بلکې د خپل هېواد یو ریښتینی خدمتګار او د افغانستان د عزت استازی وې.»
د کرېکټ ملي او نړیوال ستوري راشد خان ویلي: « په ډېرې خواشینی سره خبر شوم چې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د سختو ورځو لوبغاړی او ملي اتل شاه پور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له کبله له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې. الله تعالی دې ورته جنتونه ورکړي. خدای دې موږ ټولو ته صبر راکړي.»
شاه پور ځدراڼ او د افغانستان هر لوبغاړی په هند کې ډېر محبوبیت لري او د راشد خان په ګډون ډېری لوبغاړي په یاد هېواد کې په لوړه کچه مینه وال هم لري؛ همدا محبوبیت دی چې د یاد هېواد د کرېکټ مبصرینو هم د اتل شاه پور ځدراڼ په مرګ خواشیني څرګنده کړې او ستره ضایعه یې بللې ده.
د کرېکټ لوبو هندي مبصر ډیوېنډر کومار ویلي: « نن د افغانانو زړونه ټوټې ټوټې شول. داسې خبر خپور شو چې اورېدلو یې هره سینه ولړزوله او هره سترګه یې له اوښکو ډکه کړه؛ شاپور ځدراڼ نور زموږ منځ کې نه شته، هغه اتل چې د افغانستان نوم یې د نړۍ په ډګرونو کې په ویاړ پورته ساتلی و، نن یې په خاموشۍ له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه.»
له دې سر بېره، د هېواد پخوانيو ولمسشرانو او د تېر حکومت یو شمېر چارواکو هم شاه پور ځدراڼ نه هېرېدونکې څېره بللې او د نوموړي د مړینې له امله یې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي: « د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم د پیاوړي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ د مړینې خبر ډېر خواشینی کړم. مرحوم شاه پور ځدران د هېواد د کرېکټ له لومړنیو ستورو څخه و، د ملي لوبډلې د پیاوړتیا لپاره یې نه هېریدونکې هڅې وکړې او د افغانستان د کرېکټ ټیم په ځلولو کې یې یادېدونکې کارنامې ترسره کړې دي. د خپلې ژورې خواشینۍ او غمشریکۍ مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او ټولو هېوادوالو ته وړاندې کوم. د لوی خدای (ج) له درباره مرحوم ته جنت او کورنۍ ته یې د زغم او جمیل صبر استدعا کوم.»
د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي: « د افغانستان کرکېټ کورنۍ، د شاه پور ځدراڼ عزیزانو او مینه والو ته ته د ورزشي ویاړونو د دې«دنګ چنار» په پرېوتو خپلې ژورې خواخوږۍ رسوم. د شاه پور مړینې زموږ کرېکټ بې دغه ستوري او ډېری ځوانان چې هغه ته یې د بېلګې په سترګه کتل، بې دغه سیوري کړل. هغه په سختو ورځو کې، په خپلو غورو لوبو زموږ ولس ته ویاړونه راوړل او څه باندې یوه لسیزه یې افغانانو ته په خپلو بریاوو خوښۍ وبښلې. د هغه مړینه د افغانستان د کرېکټ غوړېدلې لوبې ته لوی زیان دی. کورنۍ ته دې یې الله(ج) د زړه صبر ورکړي او هغه ته دې د اوږدې ناروغۍ دردونه او زجرونه او افغان ملت ته ګټلي ویاړونه د مغفرت وسیله کړي. د هغه نوم دې زموږ د اوسنیو او راتلونکو نورو ستورو په بریاوو کې لا وځلېږي.»
شاه پور ځدراڼ نږدې یو کال له دې ناروغۍ وکړېده چې په خواله رسنیو کې په بهرنیو هېوادونو کې د نوموړي د درملنې غوښتنې زیاتې شوې، هماغه وو چې شپږ میاشتې وړاندې د هند پلازمېنې نوي ډهلي ته یوړل شو او تر درملنې لاندې ونیول شو.
په دې موده کې د کرېکټ ډېری ستورو له نوموړي سره مالي مرستې وکړې چې بلاخره یې د درملنې ټولهییز مصارف وروسته له هغه د هېواد سوداګر میرویس عزیز په غاړه واخستل او د شاه پور د پوښتنې لپاره هند ته ورغی.
د شاه پور د درملنې لپاره شویو هڅو مثبه پایله ورنه کړه او بالاخره یې ژوند ترې واخیست.
د افغانستان کرېکټ بورډ شاه پور ځدراڼ ته د درناوي په موخه خوست کې د شپږې روان ټورنمنټ د دوو ورځو لپاره وځنډاوه.
ټاکل شوې د دې ملي اتل مړی افغانستان ته را ولېږدول شي او د جنازې لمونځ یې اداء شي.
پر ګور یې نور او لاره یې روښانه اوسه