Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/02

د ملي دفاع وزارت هوايي ځواکونو په دې بریدونو کې هغه ځایونه په نښه کړي چې افغانستان کې پر ملکي وګړو د بریدونو لپاره يې کوردینات راټولول.

ملي دفاع وزارت دا بریدونه د بلوچستان د پښین ولسوالۍ سرانانو او د خیبر پښتونخواه  قمبرخېلو او د چترال په شاه سلیم دره کې د داعش وسله والو په ګډون د شر او فساد پر عناصرو ترسره کړي.
دفاع وزارت ډاډ ورکړی چې دغو هوايي بریدونو کې يې دقیق اهداف ترلاسه کړي او ملکي وګړو ته په کې زیان نه دی اوښتی.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند صدیق الله نصرت وايي: « په دغو عملیاتو کې د بلوچستان د پښین ولسوالۍ د سرانانو، خیبرپښتونخوا قمبر خېلو او چترال د شاه سلیم درې ګرم چشمو په سیمه کې د شر او فساد مهم ګډ مرکزونه په نښه کړل. عملیات په بشپړ دقت ترسره شوي او د لومړنیو معلومات له مخې، هېڅ ډول ملکی تلفات نه لري. دفاع وزارت یوځل بیا ټینګار کوي چې د افغانستان هوايي ځواکونه به هر هغه ځای چې د افغانستان د امنيت د اخلال لپاره استفاده ترې کیږي هدف وګرځوي.»

دغه بریدونه وروسته له هغې ترسره شوي چې روانه اوونۍ د پاکستان پوځي رژیم په پکتیکا، پکتیا او کونړ کې پر عامو خلکو بمباري وکړې او ګڼ مالي او ځاني تلفات يې واړول.

 کارپوهان د افغان هوايي ځواکونو دابریدونه د پاکستان پر وړاندې خپل حق  او د افغان ځواکونو د روحیې پياوړتیا لپاره مهم بولي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « غچ اخستونکي بریدونه مثبت اغېز لري او پاکستاني رژیم ته دا پیغام رسوي چې که تاسو غواړئ کابل نا امن شي، اسلام اباد به هم نه امن کېږي او بریدونه به پرې کېږي. له  دې سره د افغان مجاهدینو مرال هم پياوړی کېږي.»

دا لومړی ځل نه دی چې اسلامي امارت له فرضي کرښې پورې غاړه د داعش په ګډون د ځینو وسله والو ډلو د وژلو او پر روزنیزو مرکزونو يې د بمبار خبر ورکوي، خو پوښتنه دا ده چې پاکستان د سیمې او نړۍ د سولې اړوند بېلا بېلو بنسټونو د غړیتوب سربېره، دا ډول وسله والې ډلې ولې روزي او خپله خاوره کې ځای ورکوي؟

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « که نړۍ د افغانستان په اړه ښه نیت لرلی، پاکستان به یې د هماغه لومړي برید وروسته منع کړی وای. نه اسلامي او نه هم دا نور هېوادونه د افغانستان پروا لري بلکې هر یو یې خپلې سیاسي او اقتصادي موخې لري. ترکیه یو اسلامي هېواد دی، په کراچۍ کې یې بریدونه وغندل، خو پر افغانستان د پاکستان بریدونو په اړه چوپه خوله ده.»

ملي دفاع وزارت داسې مهال په بلوچستان او خیبر پښتونخواه کې د داعش وسله والې ډلې روزنیز مرکزونه په نښه کوي چې اسلامي امارت تر دې وړاندې په ځلونو پاکستان کې د یادې ډلې د حضور او د پاکستاني پوځي رژیم له لوري  ورسره د امکاناتو او اکمالاتو خبر ور کړی.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد تېر ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې په  یوه خبري کنفرانس کې وویل  چې بلوچستان او ځینو نورو سیمو کې داعش خراسان څانګې  مشران شته او له پاکستانه يې هغه مهال غوښتي وو چې افغان لوري ته يې وسپاري.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist