د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد بامیانو ته ولایت په سفر تللی دی.
یعقوب دغه ولایت ته په سفر کې له دیني عالمانو او مخورو سره کتلي دي.
د بامیان ولایت دیني عالمانو او مشرانو دغه سفر د اسلامي امارت او ولس ترمنځ د باور فضاء رامنځ ته کولو په موخه یو غوره سفر یاد کړی.
دیني عالمانو او پوهانو له اسلامي امارته د خپل ملاتړ اعلان هم کړی دی.
د ملي دفاع سرپرست وزیر په دغه سفر کې له هغو منسوبینو او مسوولینو سره هم کتلي،چې د لویو لارو د امنیت د ټينګښت لپاره پر دندو بوخت دي.