Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/02

له هغې ورځې چې په هېواد کې اسلامي امارت بیا ځل واکمن شوی، پاکستان له افغانستان سره خپلې دوه مخې پالیسۍ ته زور ورکړی او داسې غیر معقولې غوښتنې کوي چې په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي. دوی د همدغو بهانو پر بنسټ پر افغانستان د خپلو ادعاوو له مخې چې ګواکي د تحریک طالبان پاکستان( ټي‌ټي‌پي) مرکزونه په نښه کوي، خپل بریدونه هم جاري ساتلي.

خو برعکس، د دې هوایي بریدونو قربانیان ټول عام افغانان دي چې لوړه برخه یې ښځې او ماشومان تشکیلوي.

تازه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي چې شته ننګونې باید د خبرو له لارې حل شي او پاکستان ته په اشارې وایي، خپله ابادي دې د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي.

د ریاست الوزرا‌ اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې: « کومې ستونزې چه شته دي، هغه هم باید د دیالوګ له لارې حل کړو. هېڅ یو ګاونډی نه شي کول بل ګاونډ ختم کړي، که چېرې جګړه کوو، نو دا بیا وروستی انتخاب دی او ټول په کې زیان ویني. که له یوې خوا دوه وژل کېږي، له بلې یو حتمن وژل کېږي. دا د حل لاره نه ده او انصاف هم نه دی چې موږ خپله آبادي د ګاونډي په تخریب کې وینو.»

نوموړي همدا راز د اسلامي امارت اقتصاد محوره پالسۍ ته په اشارې ویلي چې موخه یې له ګاونډیو، سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره په مقتابل احترام ولاړې اړیکې جوړول دي او په خبره یې، هېچاته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د بل هېواد د نا امنۍ په موخه وکارول شي.

عبدالسلام حنفي په دې اړه ویلي: « د افغانستان اسلامي امارت یوه روښانه پالیسۍ غوره کړې ده. موږ غواړو له خپلو ټولو ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره په سوله او آرامۍ کې ژوند ولرو. موږ غواړو له یوبل سره ښې او حسنه اړیکې ولرو؛ داسې چې د متقابل درناوي او مداخلې نه کولو پر بنسټ وي او دواړه خواوې په کې ګټونکې وي. موږ د افغانستان په جغرافیه کې هېچا او هېڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکاروي. دا دا سلامي امارت روښانه پالیسي ده.»

د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره سم، د نړیوالو ډېری اندېښنو ته رسېدنه شوې. په همدې تړاو له دې وړاندې په ځلونو په هېواد کې د نشه‌یي توکو د تولید، کښت او قاچاق په تړاو نړیوالې اندېښنې مطرح کېدې، خو حنفي وایي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په هېواد کې د نشه‌یي توکو کښت نږدې صفر ته را ټیټ شوی.

د دوی په خبره، په دې برخه کې د حکومت مبارزه بریالۍ ده مګر د بدیل کښت لپاره تر اوسه له افغانانو سره د نړیوالو له لوري هېڅ ډول همکاري نه ده شوې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال وايي: « نن ټول په دې اعتراف کوي چې ۹۵ سلنه نشه يي توکي کم شوي دي؛ دا د دوی تحلیل او تجزیه ده، مګر موږ وایو چې افغانستان کې نشه يي توکي سل په سلو کې ختم شوي دي. د افغانستان په هېڅ یوه ګوټ کې هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې حتا یو بوټی نشه يي توکي وکري. باید نړۍ د بدیل کښت لپاره له افغانستان سره همکاري کړې وای، زموږ بېوزله بزګرانونو ته بدیل کښتونه ورکړل شوي وای، خو له بده مرغه په دې برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی.»

د ریاست الوزرا‌ اداري مرستیال دا څرګندونې په کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال ۷ ورځني نندارتون پرانیست غونډه کې کړي چې د حکومتي چارواکو ترڅنګ، د خصوصي سکټور غړيو، بهرنيو پانګوالو او ډېپلوماټانو هم په کې ګډون کړی و .

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist